د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د شاوليکوټ په يو کلي کي د يو ماشوم انځور

شاوليکوټ يا شاوليکوټ ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ، چي د کندهار له لوري د کندهار ولسوالۍ، دامان ولسوالۍ او خاکریز ولسوالۍ  سره پوله لري، دا ولسوالي شاوخوا د ارغنداب  ولسوالۍ سره ښه رابطه لرې. دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ په ميلمه پالنه کې ډير تکړه دي. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.                                        

ننوتل[سمول]

شاوليکوټ ته د ننوتلو په په وخت شاوخوا ٤ مهمي پوستې (د امنیتي ځواکونو ځایونه) راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي، ددي ځاي خلګ کليوال کالي زيات خوښوئ.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د شاوليکوټ ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار کابل پر لويه لاره چي د ارغنداب ولسوالۍ په سيمه کې تيريږي، خو دي ولسوالۍ ته د تګ پر مهال بايد تر ارغنداب ولسوالۍ، او خاکريز تير سي، دا لاره خو په ارغنداب ولسوالۍ کې فعاله ده خو نړیواله لوي کابل کندهار لاره لا تر اوسه ګډوډۍ لري، مطلب وس مهال سم جوړ نه دي. د بس پوسیله: په شاوليکوټ  ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري، خو ددي ولسوالۍ څخه لري د ارغنداب په خوله کي مطلب د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه د کندهار د بسونو لويه اډه ده.

د لیدو وړ ځایونه[سمول]

د  خدايي د اوبو ښکلې چيني، د شاوليکوټ د موټرو ميله، د خاکريز غرونه چي په لاره کې راځي هلته شپه کونه، دلته تاسو په لکونو تاريخي قبرونه موندلی سي. هره هفته په سوونو خلګ د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلي سيمو  سره سره ښکلې زيارتونه هم وويني.
څه باید وکړو: که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي  مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي. 
تعلیم: د شاوليکوټ د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د ارغنداب خلګ وس مهال لږ تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د خاکريز  خلګ بلکل بي تعليمه وه.
پیسۍ: د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول: د شاوليکوټ په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د  ارغنداب د شاآغا پر دوراهي چي د پنجوايي او خاکريز تر منځ لاره ده دلته يي رانيسي، او يا يي هم په ناګهان يا مناره کي  رانيسي، کوم چې د ارغنداب او خاکريز پر عمومي لاره پرته علاقه ده.
خوراک: د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، کوم چې د خاکريز پر سنګ پرتي ولسوالۍ دي، دلته د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی. 
جیب خرڅ: په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.

خوب[سمول]

د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د ارغنداب په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکریز په دښتو کې پاته سولاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.
ارتباطات: په خاکريز  ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي
اینټرنټ: په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.
امنیتی کچه: شاوليکوټ ولسوالۍ وس هم په ځينو وړو جګړو کي شکيل دي خو وس مهال خير او خيرت دي..

سرچينې او وېشنيزي[سمول]