د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د افغانستان او تاجکستان تر منځ په شير خان بندر کي جوړ يو پول تر جوړېدو وروسته

شير خان بندر د افغانستان په شمال کې د کندوز سره نږدې آمو د پنج سيند په نوم يادېږي. تر شلمې ميلادي پېړۍ دغې سيمې ته خلکو ترکستان هم ويل. اوس دا د افغانستان پېژندل شوی پول دی چې بلې غاړې ته يې تاجکستان دی. په اوړي کې د سيند زياتې اوبه له خپلو مورګو رابهر او د دې پرغاړه به یې ډنډونه جوړول. په دې ډنډونو کې لوخه او نور وحشي نباتات راشنه او د مياشو اوله نورو حشراتو به ډک شو. د سيند هغه برخه چې خلک پورې راپورې پرې وتلې شول جالې به يې کارولې. د جنګ پر وخت اسونه به يې اوبو کې واچول او سپارو به بلې غاړې ته ورټېله کول. دا وړوکی بندر د قزل کلا په نوم مشهوره وه.

دا هم ولولئ[سمول]

دا سيمه شنه او ښکلې ده، خو بايد په احتیاط سره دلته واوسيږي کنه نو دا د وړو زهرجنو حيواناتو لرونکي سيمه هم ده

د سيند شاوخوا سيمه کې چا ژوند ته زړه نه ښه کوو ځکه حشراتو له کبله پکې ملاريا او نورو ناروغيو خلک مړه کول. کومو خلکو چې دلته پېښه کوله هغوی به په ځان بوجۍ غوړولې چې مياشي يې و نه چيچي. دا محاوره هم هغه وخت مشهوره شوه چې که مرګ غواړې کندوز ته ورشه. امير امان الله خان په امر د کندز شاوخوا لویې زمکې پښتنو کوچيانو ته ورکړل شوې چې هغوی پکې مستقل پاتې شي. د دې نه علاوه د کومو قومونو تر منځ چې شخړې کيدې نو يوې ډلې ته به هلته د استوګڼې ځايونه ورکړل.

د بندر جوړيدل[سمول]

د کرزي ددولت پر مهال ددي پول جوړولو کار بيا پيل سو او پول يو ځل بيا ورغول سو

په ۱۹۳۰ م کې قزل کلا کې د يو بندر لپاره زمکه هواره شوه، پکې د ګمرک دفترونه او کار کوونکو لپاره کورونه او ښوونځي جوړ شول. د کندوز په ابادولو او جوړولو کې د دې ځای والي شير خان (ناشر) لويه ونډه اخيستې وه. کله چې د افغانستان باچا محمد ظاهر شاه کندوز ته ورغلو نو د خلکو په غوښتنه د قزل کلا نوم يې شير خان بندر اعلان کړو. د يويشتمې ميلادي پېړۍ له پېل نه افغانستان او تاجکستان په ګډه د سيند د پاسه د يو پول د جوړولو تابيا وکړه او ورباندې کار پیل شو. دا پول د سيند ښکته برخې ( پنج پايان) کې يې جوړکړو او له ۲۰۰۷ م راهيسې ورباندې هره ورځ ۴۰۰ لوی لارۍ تيرېږي. په ۲۰۱۲ م کې حکومت دلته د نوي کورونو، کاروباري ودانۍ او ګودامونو په جوړولو هم لاس پورې کړ.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د شير خان بندر په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.