د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

صربيا په رسمي توگه د صربيا جمهوريت دی، چې د بالکان ټاپووزمې په شمال لوېديځ او د اروپا د لويې وچې په جنوب ختيځه برخه کې د شمالي عرض البلد د ۱۹ او ۲۱ درجو او دغه راز د ختیځ طول البلد د ۴۱ او ۴۶ درجو په منځ کې موقعيت لري. د صربيا پراخوالی ۷۷۴۷۴ کیلو متره مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ (۱۱۷) درجه هېواد ګڼل کېږي.

نور ولولئ[سمول]

د صربيا هيواد نقشه

د دغه هېواد رسمي ژبه صربي ده چې ۸۹ سلنه خلک پرې خبرې کوي. پر دې سربېره بوسنيايي، رومانيايي او ځينې نورې ژبې هم په صربيا کې ويوونکي لري. ليکدود يې لاتين دی. صربيا ۲۳ ښارونه او ۱۲۲ ښاروالۍ لري. مشهور ښارونه يې نيس، نيو ساد، زيمون، چچک، کراکوجيوچ، سوبوتيکا، لسکويچ، نيوپازار او کرالجيو نومېږي. د دغه هېواد د حکومت بڼه جمهوري ده، اساسي قانون يې د ۲۰۰۶ زېږديز کال په اکټوبر مياشت کې جوړ او د همدغه کال د نومبر مياشتې په اتمه نېټه نافذ شوی دی. هغه مهال چې د یوګوسلاویا فدرالي جمهوریت ړنګ او په دریو خپلواکو جمهوریتونو (مقدونیې، کروشیا او بوسنیا) ووېشل شو، صربیا او مونټېنګرو په ګډه يو فدرالي جمهوریت جوړ او نوی اساسي قانون يې تصویب کړ. وروسته دا دواړې سیمې (صربیا او مونټېنګرو) هم سره جلا شوې او خپلواک دولتونه يې را منځته کړل. دا مهال پخوانۍ یوګوسلاویا په اوو خپلواکو دولتونو وېشل شوې، چې له مقدونيې، کروشيا، بوسنيا، سلوانيا، صربيا، کوزوو او مونټېنګرو څخه عبارت دي.

سياست[سمول]

د صربیا حقوقي نظام له ۱۹۹۲ زېږديز کال راهيسې پر مدني قوانینو ولاړ دی. دغه هېواد په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې د جنګي جنایتونو او بشر ضد جرمونو د څېړلو ځانکړې محکمه جوړه کړه. په دې محکمه کې د هغو کسانو په دوسیو غور کېږي چي په بشر ضد جرمونو او جنګي جنایتونو تورن وي. د صربیا د محاکمو قاضیان د قضایي شورا په وړاندیز د ملي شورا له لوري د نهو کلونو لپاره ټاکل کېږي . د دغه هېواد د اساسي قانون پر بنسټ قضائیه قوه خپلواکه ده او قاضیان په ډېرو مواردو کې په ګډه پرېکړه کوي. ولسواک ګوند، د صربیا ولسواک ګوند، نوې ولسواکي، ولسواک عمل ګوند، د صربیا راډیکال ګوند او د صربیا ټولنپال ګوند د صربيا مخکښ سياسي ګوندونه دي. که څه هم د صربيا اقتصادي سياستونه د ازاد بازار سيسټم لوري ته د لېږد په حال کې دي، خو دولت بيا هم د دغه هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د صربيا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.