د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

عربستان[مړ لينک] يا سعودي عربستان په منځنی ختیځ کې پروت یو هیواد دی، چې د فارس خلیج څخه سور سمندر ته د عرب په ټاپو کي تر ټولو لویه سیمه لري. دا سيمه د مسلمانانو دوهم کور هم ګڼل کېږي.

سيمي[سمول]

سعودي په دولتي ډول په ١٢ ولايتونو ويشل سوي دي چي په عربي کې ورته (مينتغه) وايي، مګر د هیواد د قومي ویش له لحاظه ددوي ترمنځ هيڅ ډول فرق هم نسته.

د عربستان سيمي
اسير
سویل لویدیز غرونه د ژمی هوا او د یمن پرضد سخت نفوذ لري.
ختیځ ولایت
د خليج ساحل څنډه، د سعودی د تیلو د تولیداتو مرکز.
حجاز
د سور سمندر ساحل ساحه، د مکي ساحه، مدینه، جدده او د سوداګرۍ او تجارت کور.
نجی
مرکزي لوړې غاړې په ریاض کي، د سعودیانو کور او د هیواد د محافظتيانو د ژوند لويه برخه ده.
شمال
یر لږ لیدل سوی سيمه، د مدین صالح د نابتاین کنډک کور.

پوهيدنه[سمول]

عربي کافي د عربی ډوډۍ دودیزه برخه ده.
د سعودی د خواړو بیلابیلي بیلګې

دا یو هیواد دی چې اردن، عراق، کویټ، بحرین، قطر، امارات، اومن، او یمن سره پوله لري. اسلامي مقدس ښارونه مکه او مدینه هم په دې هیواد کې وجود لري چې هر مسلمان بايد په خپل ژوند کي يو ځل ورسي خو که په فزیکي او مالي توګه قوي وي نو باید یوځل حج ته ورسي. په دغو دوو ښارونو کې د غیر مسلمانانو ننوتل د شرعی قانون سره سم منع دي. په مکه او مدینه کې سيګريټ شراب یا چلم منع دي. دغو ښارونو ته د غیر مسلمانانو ننوتل هم منع دی. په دغو ځایونو کې په مذهبي ځایونو کې اسلحه ګرځول او يا فلم اخيستنه هم منع دي. تر ٢٠١٧ پوري د ښځو موټر چلول په ټول سعودي عربستان کې ناقانونه وو، مګر سږکال د پاچا د حکم له خوا اجازه ورکول سوه. په سعودي عربستان کې سینما شتون نه لري.

د سعودي نوي تګلارې[سمول]

Travel Warning د ويزې بنديزونه:
د اسراییليانو او د اسرائیلو پاسپورټ لرونکو اشخاصو لپاره عربستان ته د ننوتلو اجازه نسته.
  1. په راتلونکې یوه لسیزه کې به پر تفریحي او کلتوري فعالیتونو ۶۴ میلیارده ډالره لګښت وکړي. د تفریحي چارو چارواکي وايي یوازې د سږ کال اوږدو کې له ۵۰۰۰ ډېرو فعالیتونو او مراسمو پلان لرل.
  2. پلازمېنه ریاض کې د سعودي عربستان تاریخ کې د لومړۍ اوپرا ودانۍ چارې هم پیل سوې دي. دغه فعالیتونه د هغو ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو برخه دي، چې ویژن ۲۰۲۰ نوم ورکړل سوی او دوه کاله مخکې ولیهد شهزاده محمد بن سلمان پيل کړي دي.
  3. ۳۲ کلن ولیهد غواړي د هېواد اقتصاد کې خوځښت راولي او پر نفتو یې تکیه کمه سي. نوموړی دغه راز غواړي سعودي کورنۍ پر تفریحي او کلتوري فعالیتونو لګښت وکړي. د ډيسمبر په میاشت کې د سعودي حکومت پر سوداګریزه سینما بندیز لرې کړ.
  4. سعودي عربستان کې د سیل صنعت ودې او پراختیا لپاره له مخکې ریاض ته څېرمه د یو تفریحي ښارګوټي رغاونې پلان جوړ سوی دی، چې ویل کېږي د پراختیا کچه یې نژدې د امریکا لاس ویګاس ښار ته رسېږي.
  5. په ۲۰۱۸ کال کي د تفریح برخه کې ۲۲۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه چمتو سول
  6. پخوا به خلک له هېواده بهر د دې لپاره تلل چې خپل تفریحي مواد هلته چمتو کړي او بیا به بېرته د پلور لپاره دلته راوړل، خو اوس بدلون راغلی او د تفریح اړوند ټول توکي به همدلته سعودي عربستان کې چمتو کېږي.

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د عربستان په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.