غني خېل

د افغانستان د ننګرهار ولايت نخشه

غني خېل د غني خېلو ولسوالۍ د افغانستان د ننګرهار ولايت يوه ولسوالۍ ده. چې د جلال اباد ختيځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده. پخوا د شينوارو د لويې ولسوالۍ په نوم ياديده. دغه ولسوالۍ د نورو ولسواليو په پرتله ډېر نفوس لري او اوسېدونکي يې ډېرى په ازاد کاروبار بوخت دي. د ګولايي په نوم سيمه، چې وزير محمد ګل خان په کې زېږېدلى دى، د همدې ولسوالۍ اړوند ده. نازيان: نازيانو ولسوالۍ د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې ډېرى اوسېدونکي يې په مالدارۍ بوخت دي. ياده ولسوالئ تر هوارې غرنۍ سيمې زياتې لري او ډېرى اوسېدونکي يې له غرونو د لرګيو راوړلو کاروبار کوي. اچين: اچين هم د ننګرهار يوه له هغو لرو پرتو ولسواليو څخه ده، چې د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته موقعيت لري. دغه ولسوالي د ننګرهار له ناامنو سيمو کې شمېرل کېږي او اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

څه باید وکړو[سمول]

ددي ولسوالۍ په باره کي دا ويلای سو، چي کيدای ددې پخواني خلګ غني خيل وي، او دا يوي ډيره تاریخي او پخواني سيمه ده. او خلګ يي ډير په زړه پورې او نرم او بيداره دي. خلګ يي ددي هيواد د جګړو سخه ستړي سوي دي، او نن سبا غواړي چې يو ښکلي کورنۍ او ژوند ولري.

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د غني خېل په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.