د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د غورک ولسوالۍ په سيمه کې د افغان ځواکونو يو تن د يو ماشوم او پلار سر

غورک يا غورک ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ رمي پيايي او د ځينې نورو بيا کسب يي بزګري ده.

ننوتل[سمول]

او اوس مهال دلته د تګ راتګ پر مهال ډير احتياط پکار دي. تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د غورک ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي. سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي. په خاکريز ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري.

څه باید وکړو[سمول]

که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي. د غورک د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د غورک خلګ وس مهال لږ تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې ددي ځاي خلګ بلکل بي تعليمه وه. د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي. د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، کوم چې د خاکريز پر سنګ پرتي ولسوالۍ دي، دلته د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی. په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي. د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي.

ارتباطات[سمول]

په غورک ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي. وس مهال د جنرال رازق د عملیاتو وروسته امنیتي سوي ده

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د غورک ولسوالۍ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.