فراه ښار

فراه ولایت د افلغانستان په لویدیځه برخه کی موقعیت لری . د هغه ولات شمال لورته هرات جنوب ته نیمروز او غرب لورته له ایران سره سرحد لری . فراه ولایت ډیر کلونه د نیمروز ولات هم په خپل اداری تشکسل کی درلوده . او د فراه ولایت په نوم یادیده . چی امیر شیر علی خان له وخته بیا د حبیب الله خان تر وخته همدا حالت دوام درلود . د امان الله خان  د واکمنی په وخت د فراه اعلی حکومت په نوم ونومول شو . په ۱۳۴۱ د دویم ځل لپاره د فاره ولایت په توګه وپیژندل شو . چی نیمروز یی یوه برخه وه . په ۱۳۴۳ ه ش کال کی نیمروز او فراه دواړه د ځانګړو ولاتونه په توګه و پیژندل شو . او په اداری تشکیل کی ځای ورکړل شو . د فراه ولایت د هوا حالت : د فراه آب او هوا توده له صحرايی اقلیم نه نیمه صحرایی اقلیم ته تغیر مومی . مګر په لرغونو سیموکی د مالمند سیاه کوه او دخاک سفید په غرونوکی نسبتا معتدله او غرنی هوا لری . د هامون ، صابری ، نمکی ، جهیل، داغتندی ، بابوس دښته او دکوا دښته بشپړه نیمه صحرایی هوا لری . په فراه او غربی برخوکی یی د اورښت اندازه (۱۰۰) ملی متره ده او غرنیو برخو کی د ۱۰۰ او ۲۰۰ ملی مترو تر منځ په تغیر کی وی . فراه چی د بهر د سطحی لږ لوړوالی لری په اوړی کی یی د تودوخی درجه ۳۰ او ۴۵ سانتی ګرید ترمنځ او په غرنیو برخوکی یی ۲۵ او ۳۰ درجو ترمنځ ثبت شوی ده . د ژمی په موسم کی د فراه تودوخی +۵ درجی په دامان او شرقی غرونو په لمنو کی صفر او ۵ـ درجی سانتی ګرید ته را ښکته کیږی . د هرات د ۱۲۰ ورځو بادونه په فراه او اطرافونو باندی یی مستقیمه اغیځه لری . او کله کله د بوکوا د شګلونو برخوکی د کاروانونو د لارو او سرکونو مسیر ته هم تغیر ورکوی .

لیکل شوی له : محمدعارف انام وزیری