د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

لاهور د پاکستان د اسلامی جمهوریت د صنعت او ثقافت ښار دی چه د پنجاب په ولایت کښې پروت دی. هغه ښار ۳ میلیونه خلک لری او د پاکستان دوهم تر ټولو لوی ښار دی.

تاريخ[سمول]

د تاریخ پوهانو په نظر لاهور ۲۰۰۰ کال مخکې تاسیس سو. لاهور په ۱۲۰۶ کال کښې د دهلی سلطنت لاس ته راوړل. په ۱۲۴۱ کال کښې لاهور د چینگیس خان لخوا خراب سو. په ۱۳۹۷ کال کښې جنرال تمور لنگ پر هندوستان حمله وکړ او لاهور یی لاس ته راوړل. په ۱۵ پیړۍ کښې لاهور د بهلول خان لودهی لخوا ونیول سو. په ۱۶ پیړی کښې ظهیر الدین محمد بابر د دهلی پر سلطنت برید وکړ او په ۱۵۳۶ کال کښې د پانی پت په جگره کښې ابرهیم لودهی چه د دهلی وروستی سلطان وو د بابر لخوا ماته وخوړه. د پانی پت جگره وروسته ظهیر الدین بابر په هندوستان کښې د مغل سلطنت تاسیس کړ. د مغلی سلطنت د پیدایښ وروسته یی لاهور ښایسته ښار سو. د مغل پاچاهانو په لاهور کښې د پادشاهی جومات او شالمار باغ تاسیس کړل. په ۱۸۰۱ کال کښې رنجیت سنگھ دمغل پر سلطنت برید وکړ او لاهور یی لاس ته راوړل. ترجگړې وروسته لاهور د رنجیت سنگه دولت پایتخت سو. د پاکستان تر پیدایښ وروسته د دغه ښار د پنجاب ولایت پایتخت سو.

ښکلې سيمي[سمول]

په اوس وخت کښې لاهور عصری ښار دی چه پکښې ننداری،سینما، موزیمونه او پوهنتون سته. پاکستان لس پوهنتونونه لری او د بنجاب پوهنتون چه په لاهور کښې سته. د پاکستان تر ټولو پخوانی پوهنتون دی.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د لاهور په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.