مذدار

د مذدار ښار سيمه

مذدر (Masdar) يو ښار دی. دا ښار تقریبآ د ابودبۍ څخه ۲۰ میله يعنې ۳۲ کیلو متره فاصله لري، چې ابو دبۍ د متحد عربي اماراتو تر ټولو پراخه ښار دي. مزدار یو کوچنی ښار دی، چې یواځې ۲.۳ میله مربع (۶ کیلو متر مربع) مساحت لري، په راتلونکي کې به دا ښار د ۵۰۰۰۰ نفوس د اوسیدو جوګه وي، ۱۰۰۰ کمپنۍ او د یو پوهنتون د لرلو قابلیت به هم ولري. نوموړی ښار د تنګو کوڅو لرونکی دی، ددې ښار کورونه ډیر یو د بل سره نژدې دي، چې د ډیرو کورونو شتون د سیورو لرلو له کبله یې ددغه ښار کوڅو ته یخ والی وربښلی دی.

لارې او سړکونه[سمول]

د شخصې بیړني سفر یو کسیز موټر (prt) تمځای په مذدر ښار کې

ددې ښار په کوڅو کې هیڅ موټر شتون نلري، ځکه چې ددې ښار سیمې یو بل ته ډیرې نژدې دي او ښاریان کولی سي چې په خپلو پښو د یوې سیمې څخه بلې ته ولاړ سي. او که چیرې یو کس نه غواړي چې د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په پښو ولاړ سي، نو بیا دوی کولی سي چې (prt personal rapid transit) مطلب ترې د شخصې بیړني سفر یو کسیز موټر دی هم استعمالولی سي، دغه کوچني موټرې هیڅ چلوونکی نه لري، د ځمکې لاندې یعنې په ځمک تلي کې ورته سړکونه برابر سوي، دننه په موټر کې داسې د افهام او تفهیم سیستم نصب سوی چې په یو ځل ویلو سره چې ځای ورته مشخص کړې، نو بیا دې همالته بیايي، بله دا چې دغه موټرې د سولر سیستم لرونکي دي چې د یوې ورځې سولر انرژي ورته دوه درې ورځې کار کوي.

مزدار ښار او تکنالوژۍ[سمول]

مزدار ښار به یو ځل بیا د خپلو هغو منابعو څخه چې مخکې ترې استفاده سوې، بیا استفادې ته اماده کړي، همدارنګه د خپلو اوبو څخه به هم ۸۰٪ د انرژۍ په برابرولو کې ګټنه وکړي، د مزدار خلک هم د ښار په معیار برابر کورونه جوړوي د خپلې محلي ادارې سره ډیره هماهنګي لري، عامه ګټو ته په شخصي ګټو برتري ورکوي، چې ددې ښار د جوړیدو عمده علت هم همدا د خلکو مثبت احساسات دي.

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د مذدار په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.