د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

مظفر آباد (په انگرېزي Muzafar Abad) د پاکستان هيواد پلازمینه څخه د شاوخوا ۱۵۰ کيلومتره په واټن کې پروت يو ښار دي، چي د کشمیر د سيمي دوهم او د پاکستاني کشمير تر لوي ښار ګڼل کېږي. دا ښار يو ډيره په زړه موسم لري بلکې د کشمیر هره يوه څنډه ډيره ښکلې ده. مظفر آباد د پاکستاني کشمير پلازمینه هم ده.

نيلم رود او د جهلم څوکه د نښليدو په حال کي

څه بايد وکړو[سمول]

ددي ښار په ډيرو سيمو کې کي سړکونه پاخه او اساسي نه دي، د موټرانو نظم يي ډير ستونزمن وي، دلته بايد ۲۴ ساعته خپل پاسپورټ د ځان سره وساتي، او سيمه ډيره پيچلي ده، دلته دولت ټول عمر د خلګو د کتنې په حال کې وي، ځکه چې ددا ښار دباندې سيمي د هندي کشمیر (جمو او کشمیر) سره لويه پوله لري، که چيري تاسې په غلطي هم د هند کشمیر جمو او کشمیر ته د ور اوښتلو په حال کې وليدل سوي نو تر ډيره حده يي دا امکان سته چي تاسو به ځای پر ځای ووژل سي.

پاملرنه[سمول]

مظفر آباد د پاکستان د هغو سيمو څخه دي چې ډيرې وخت پکښې يخ وي، او خلک يي ډيري يا ګرمي جامي اغوندي، او دلته ځيني ښکلې د کالو دکانونه سته که غواړئ چې يو چشي رانيسي، که تاسو په ګرمه سيمه کې اوسي خو مظفر آباد ته د تلو لپاره مو پلان وي، نو سيمې ته د تګ څخه تر مخه ښه به داوي چې يع څو جوړي ګرم کالي، جرابې او کم تر کمه يو جوړه اظافه بوټونه د ځان سره ولري.

د شپي ځايونه[سمول]

په مظفر آباد کي ډير ښکلې ښکلې هوټلونه سته، او دومره ګران هم نه دي، مطلب تر ۴۰۰ کلدارو زياته کرايه نه اخلي، او که تاسو بيا په ښه هوټلونو کې شپه او ورځ تيرول غواړي نو بيه يي لوړيدلي سي، او دلته د اوسيدو لپاره د شخصي ميلمستون کرايه کول به يو ښه کار نه وي، ځکه چې دا يوه ډيره جنجالی سيمه ده، که تاسو شخصی ميلمستون ونيسي او دولت مو کور تلاښي کړي، که هيڅ هم نه وي بيا به هم دا خبره خامخا وکړي، چي ولي او څنګه ځانته اوسي. نو ځکه هوټل د اوسيدو لپاره تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د مظفر آباد په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.