ملا نقيب چوک

شهیدان چوك د کندهار ښار په منځ کي یو تاریخي ګمبده ده، هغه وخت چه انگرېزانو د اول وار د پاره (اپريل ١٨٣٩) افغانستان تر اشغال لاندي راوستئ، نو د ملك په مختلفو ښارو كي جنگونه ورسره كېدل، او دغو جنگونو كرار كرار شدت پيدا كړئ او غازيانو د افغانستان په لويو ښارو كي پر انگرېزانو باندي شپه او ورڂ يوه كړې وه، او دوئ د خپل اشغال په ټوله مدت كي د وطن په كنج كنج كي د افغانانو د مسلسلو حملو او جنگو څخه په عذاب وه، تر څو په پائ كي هغه وخت چه سردار محمداكبرخان د انگرېزانو سياسي نماينده ويليم مكناټن په كابل كي وواژه.