د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د ملتان نړیوال هوایی ډګر مخکيني سيمه

ملتان د پاکستان هيواد يو ښار دي کوم چې د افغانستان لپاره هم په پخوا وختونو کې کي ډير موهم و. د ملتان په خاوره کي ويل کېږي چي د پښتنو دوه نامتو باچاهان بهلول لودي او احمد شاه ابدالي زېږېدلي و.

نوم[سمول]

د ملتان د عيدګاه مسجد د محمد شاهپه دولت کي جوړ سو، يادونه دي وي چي محمد شاه د افغانستان په غزني ولايت کي زيږيدلی دي

د دې ښار لومړې نوم چې د تاريخ په پاڼو کې ليکل سوې دې کاسياپا پوره و. د اريايانو په کيسو کې کاسياپا د لمر د دولسو اسطورو پلار و چې د دې ښار بنسټ يې کيښودو. د دې ښار اوسيدونکو لمر يا ميترا خداې عبادت کوو. يوناني تاريخ ليکونکې هيروډوټس ملتان د کاسپا پوروس په نوم يادوي. په ۳۳۵ ق-م کې د اسکندر مقدوني تاريخ ليکونکې اريان په ملتان کې د اوسيدونکو خلکو ملوي يا ملي د ميړانې ستاينه کوي چې د وخت په تېرېدو هغه ځاې د مالستان او بيا ملتان سو. په برهمنانو کې داسې کيسه ده چې د کرشنا زوې سمبا د جذام نه د ښه کېدو لپاره منښته (نذر) منلې و او چې ښه سو نو د کاسيا پوره د غونډۍ د پاسه په مندر کې د ميترا د سرو زرو يوه مجسمه يې کيښوده. هر کال به د دې د نمانځنو لپاره يوه لويه ميله جوړېده او د هند له گوټ گوټ به خلک دې ښار ته ورتلل. هغه وخت د چناب او د راوي سيندونه ښار ته نږدې بهېدل او د دې زمکې به يې خړوبولې. وروسته دې سيندونو لارې بدلې کړې او د ښار نه ديرش ميله لويديځ ته يې اوبه لاړې.

پخواني خاطرات[سمول]

د شاه يوسف ګرديزي زيارت هغه د اوسني افغانستان په ګردېز کي زيږيدلي وو

په ۱۰۰۵ م کې د شيخ حميد نمسي سلطان داود لودي (ابوالفتح) د فاطمي او د عباسي حريفانو د سياست جغ له خپلې غاړې ليرې کړو، غزنويانو ته يې شا کړه او د اننگ پال سره يې لاسونه يو کړل. د هغه کال په سپرلي کې سلطان محمود د دريم ځل لپاره هند ته مخه کړه. په پيښور کې د اننگ پال د ځواکونو سره مخ سو خو دوي يې تيښتې ته اړکړل. محمود غزنوي لومړې ختيځ پنجاب کې تر”بټنډه” ولاړو او د بلې غاړې نه په ملتان راتاو سو. ملتان اوو ورځې کلابند و خو په پاې کې غزنوي لښکر لوديان مات کړل او د لوې وژنې نه وروستو سلطان داود لودي يې ژوندې ونيولو، غزني ته يې راوستو او د کندهار د ۵۵ ميله شمال لوېديځ کې د “غورک ” په کلا کې يې تر مرگه بند کړو. د ملتان هندوانو محمود ته د کال ۲۰ زره طلاي سيکې (درهم) باج ورکولو ته غاړه کېښوده او هغه دا صوبه يو شهزاده سيوک پال ته وسپارله. خو د کال تر پاې سيوک پال د سلطان محمود له خوا ټاکل سوي ټول افسران وشړل نو هغه د څلورم ځل لپاره په هند د حملې بانه پېدا کړه. د شېرشاه والي هيبت خان نيازي د نورو ښارونو سره ملتان هم اداره کوو. ورپسې د ده بل والي فتح جنگ خان و. د مغلو پر وخت هم د ملتان زيات تره د پښتنو له خوا او د کابل نه اداره کيدو. د ملتان لويه کلا په اوولسمې پېړۍ کې د شاهجهان زوې مراد بخش جوړ کړې و چې يو پياوړې سنگر و. د کندهار تجاران د لرغونو وختونو نه د تجارت لپاره د بولان د درې نه ملتان او د هند نورو ځايونو ته ورتلل. دوي په ملتان کې زمکې لرلې او خپلې کلاگانې يې پرې جوړې کړې وې. هند ته د کندهارميوې او د پارس توکې په هم دې لارې تلل. سدوزي د اوولسمې ميلادي پيړۍ راهيسې په ملتان کې اوسيدل او کله چې مغل شاه جهان په ۱۶۳۸ م کې کندهار د صفويانو نه د نيولو هوډ وکړو نو يوشمير کندهاريانو ملتان ته خپلې کډې ورواستولې. په کندهارکې د سدوزومشر اميرسدو پينځه زامن لرل چې مشر يې خواجه خضرخان و. د خضر خان دوه زامن و چې مشرسلطان خداداد خان د ابداليانو سردار سو. دويم زوې يې سرمست خان و چې ددولت خان پلاراو د زمان خان (د احمد شاه د پلار) نيکه و.

اوسني بڼه[سمول]

د شاه رکن عالم زيارت

د کلا ځاې اوس د ښار يوه برخه ښکاري او زيات خلک په دې کې دننه جوړ د دوو صوفيانو زيارتونو له ورځي چې يو يې بهاو الدين زکريا او بل يې شاه رکن عالم نومېږي. دلته د کرکټ لوبغالې او د هندوانو پخوانې مندر هم شته او د انگرېزانو د دوو پوځيانو يادگاري څلې هم پکښې جوړ دې.

د نشتر چوک ملتان

د دې ښار سدوزي پښتانه اوس د پاکستان د ملکي او پوځي ډگر کې خدمتونه تر سره کوي. ځينې يې په پارسي خبرې کولې شي خو پښتو ترې هېره ده. په ښار کې خال خال دکانونو کې الکوزي او خوگياڼي پښتانه موندل کېږي چې سرايکي ژبه واي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ملتان په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.