د اسماعيل خيلو او مندوزیو ولسوالي د خوست ولايت مركزي ولسوالي متون بابا سره نښتي لویديځ ته پرته ولسوالي دۀ چې شمال او لويديځ ته يې د نادرشاه كوټ ولسوالۍ ختيځ ته يې د خوست مركزي ولسوالي متون بابا په جنوبي برخه كې يې گوربز ولسوالۍ اوشمال ته يې تڼي ولسوالۍ واقع ده اود۲۰۰۶م كال د احصايې له مخي يي نفوس ۵۰۰۰۰ حساب شوی دی او د ولسوالي مركز دډډوال دعليوات په كلي كې دی . ژبه یی پښتو ده . د نوموړې ولسوالۍ كلي دلپوري ،مټه خان ، كابل خيل ، برخان خېل، ډول كلي ، ډډوال چې دولسوالي مركزدی ،بك كلي ،منگري كلي ،بهرام خېل ، عبدالكريم پيران،لاركي ،توره وړۍ ،عليوات ، سني سرخ،خيدرخيل ، كوچه خېل ،ارخېل ،ارسوڼه،دوسركه،دخيدرخيلو للمۍ ،د ميلينو كلی ياچراگه،ديگان،زيړۍ ترخه، حسن محمدكلی، پاينده خېل ، دوكانوكلی، مالي كلی ،خان كلی،حسنزي،شهبازخان كلی،شډال،ورزه،ووم،.... د نوموړې ولسوالۍ زيارتونه عالم شيرپير ، او دزیړۍ زكو په نوم یادیږي، چې په ځينو ورځو لكه د اخترونو او يا دنوي كال ميلې هم پدې ځايونو کې كېږي . او يو بل پخواني د مجلسونو اونندارو ځای د زاړه مزک په نوم ياديږي چې د ډډوالو په مركزي برخه كې موقعيت لري . اويوه بله خبره داچې ددې ځای مشهور ليكوال اديب مرحوم ميرازاعلم حمیدي هم د ډډوالو اوسيدونكي وو روح دی ښادوي. اوبله داچې مرحوم محمدصدیق روهي هم دهمدې ولسوالۍ دحیدرخیلو په سیمه کې دنیا ته سترگې پرانیستې وې روح دی ښادوي. همدارنگه یوه پخوانی لیسه دڅړبڼ په نوم یادیږي چې د اسمعیل خیلو ولسوالۍ په ختیځ کې د ولسوالۍ سره نښتي ده چې ډیر زیات قدرونه یې روزلي دي .
ونگبڼه
(له مندوزي ولسوالۍ نه مخ گرځېدلی)