ميتی

 ميتی دپکتيا ولايت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند شنه غرنۍ دره ده چې لوړ جگ غرونه يې {په جلغوزيو، څېړۍ، لمنځې او نښترو پوښل شوي دي. د چينو اوبه د کاريزونو په ملتيا د ميتي درې لمن کې واړه، واړه پټي پڼه کوي چې له برکته يې ځايي خلک په کال کې دوه فصله يبره لکه غنم، وربشې، جوار او لوبيا ترې اخلي