د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د ميوند په يو کلي کي يو ماشوم د حيواناتو سره، د ناټو لخوا اخيستل سوي انځور

ميوند يا ميوند ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ، چي د پنجوايي ولسوالۍ، خاکریز ولسوالۍ او غورک ولسوالۍ دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.
زده کړي: ابتدائيه ښوونځۍچي درې سوه زده کوونکي به پکښي زده کړي کوي،د ميوند ولسوالۍ په نو اباد کلي کي فعاله سوې ده. د پوهني مسولين وايي دغه ښوونځۍ،چي وړاندي د گرماوک په کلي کي د ناامنیو له وجي تړلې وه د دوشنبې په ورځ د نوآباد کلي ته انتقال سوه او دلته د زده کوونکو پر مخ پرانستل سوه. دسیمي خلک خوښ دي او ددغه ښوونځۍ د ساتني په برخه کي دهمکاریو ډاډ يي ورکړ. دکندهار دپوهني ریاست ویاند نظرمحمد(صمیمي) دکندهار ملي راډیو،تلویزیون سره خبرو کي وویل،یاد ښوونځۍ د میوند ولسوالۍ د ګرماوک په کلي کي د ناامنیو له وجي تړلې وه، چي د دوشنبې په ورځ يي د نواباد په کلي کي د بیاځلي لپاره پرانبستل.

ننوتل[سمول]

د ميوند ولسوالۍ غرنۍ شنه سيمه

ميوند ولسوالۍ ته د ننوتلو په په وخت شاوخوا د کندهار ښار څخه پر لاره ٩ مهمي پوستې د امنیتي ځواکونو ځای راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي.
د الوتکۍ پوسیله:
تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د ميوند ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله:سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، کارولې سي. کوم چې وس مهال سم جوړه نه دي.
د بس پوسیله: په ميوند ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري.

نور[سمول]

د افغان ملي اردو کمانډو دریم ځانګړي عملیات کنډک ځانګړي ځواکونو د عملیاتي توقیف سره - د میوند ولسوالي کلی په کلي کې د پاکولو عملیاتو په ترڅ کې

تاریخی سیمی د ملالې ميوندي زيات ، او داسي نور زيارتونه په ميوند ولسوالۍ کې موجود دي.
څه باید وکړو: که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي. د ميوند د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د ميوند خلګ وس مهال ډير تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د ميوند ډير خلګ بي تعليمه وه.
پیسۍ: د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول: د ميوند په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د ميوند بازار څخه هر څه رانيسي، يا د شاآغا پر دوراهي چي د پنجوايي ميوند او خاکريز تر منځ لاره ده دلته يي رانيسي.
خوراک: د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی.
جیب خرڅ: په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.
ارتباطات: په ميوند ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي
اینټرنټ: په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.
امنیتی کچه: ددي ولسوالۍ امنيتي کچه ښه ده

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د ميوند ولسوالۍ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.