نورستان ښکلی دی

نورستان ښکلی دی ذينت الله قانت

سیل، ګرځېدل، تفرېح او مېله د ژوند يوه مهمه برخه دي، که موږ د هېواد او نړۍ بېلابېلې سيمې ووينو، له يوه لوري به مو فکر ارامي او ذهني سکون موندلی وي او له بل لوري به مو د بېلابېلو خلکو او سيمو فرهنګونه او دودونه پېژندلي وي او ترې خبر شوي به يو. له همدې کبله غواړم د ګران هېواد د نورستان د ښکلي ولايت په اړه خبرې درسره شريکې کړم.

د ۲۰۲۰م کال په جون میاشت کې مې هوډ وکړ، د افغانستان ختيځو ولایتونو ته په رسمي سفر لاړ شم. له اوو کلونو راهيسې مې رسمي سفرونه د کتابونو وېش او له خلکو سره خبرې او مشورې شریکول دي چې څنګه کولای شو د مطالعې فرهنګ دود او مطالعه د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوو ترڅو د تعلیم او مطالعې پر مټ له روانو بدبختیو خلاص او یو سوکاله اباد او با سواده افغانستان ولرو.

په ختيځ کې مې لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته ډېر ځله سفرونه کړي، ختيځو ولایتونو ته په سفر کولو سره دا احساس راته پیداکېږي چې دا د فرهنګ کور او د علم زانګو ده او زه يوې همداسې وياړلې سيمې ته روان یم. ټول ختيځ ولايتونو شنه، سمسور، اباد او ښکلي دي خو زما په نظر بیا تر نورو يې کونړ ولايت ډېر ښکلی دی، کونړ مې په دې خاطر یاد کړ چې د ننګرهار څو ولسوالی هم په کونړ کې حسابېږي، کونړيان ارام او نرم مزاج او طبيعت لري، ډېر مېلمه پاله او مينه ناک دي.

له نېکه مرغه چې دا ځل د لغمان، ننګرهار او کونړ تر څنګ نورستان ته هم ورسېدم. په کونړ کې مې يوه شپه وکړه او په سهار مې يې هغې سفر ته ځان تيار کړ چې ډېر کلونه راته خوب او خیال و. په کونړ کې مې د سهار له لمانځه وروسته د نورستان په لوري سفر پیل کړ، له موټروان څخه مې په لومړي سر کې د لارې د وضعيت په اړه وپوښتل چې لاره يې امن او که ناامنه ده او بله دا چې لاره يې پخه که خامه ده؟

موټر چلوونکي په ډېره مینه راته وویل چې د لارې وضیعت اوس په بشپړه توګه ښه دی او لاره امن ده، کال دوه کاله وړاندې په دې لاره کې امنیتي ستونزې وې او وخت ناوخت به د دولت مخالفین راوتل او په لاره کې به يې له مسافرو پوښتنې کولې او د حکومت کارکوونکو په دې لاره ارام سفر نه لاره خو اوس په دې لاره هېڅ ستونزه نشته.

موټر چلوونکي زیاته کړه چې سړک تر وټه پور پوری یوه اندازه قیر شوی، خو هغه وخت چې سړک قیر کېدلو، امریکایانو قراردادي شرکت ته ویلی وو چې دا سړک په داسې کواليټي سره پوه کړي چې يو يا دوه کلونه کار ورکړي، د موټر چلوونکي خبرې حیران کړم، خو کله مې چې د لارې په اوږدو کې سړک ته کتل او د هېواد نور سړکونه مې سترګو ته درېدل چې په يوه يا دوو کلونو کې بېرته ورانېږي د امريکایانو په خيانتونو مې سر خلاص شو او د ډرایور خبره مې زړه ته ولوېده ځکه په یوه یا دوه کلونو کې قیر سړک په دې اندازه نه خرابېږي چې تر هغه دې خامه لاره غوره وي.

دا يوازې د نورستان سړک نه دی، د هېواد په هر ګوټ کې چې سړک پخېږي یا کومه بله دولتي ودانۍ جوړېږي دوه کاله وروسته سړک کنډ او کپر او ودانۍ هم نړېدو ته برابره وي، له يوه لوري د شرکتونو خیانتونه دي او له بل لوري د بهرنيانو او مرسته کوونکو رذالتونه دي چې د نورستان په پوخ شوي سړک مې عملاً وليدل.

له موټروان سره په همدې پوښتنو کې مو سفر ته ادامه ورکوله، موټروان ډېر نېک انسان و، د کونړ نورستان اوږده لاره يې ټوله په زړه پورې کیسو راته لنډه کړه، د هرې سيمې په اړه به يې په زړه پورې معلومات راکول او ان د پخواني تاريخ په اړه به يې راته غږېده.

د نورستان لاره ډېره ستړې کوونکې او اوږده ده خو چې له داسې نېک موټر چلوونکي سره يو ځای وې او په ټوله لاره د مست او څپانده سيند او ځنګلي غرونو د ښايسته منظرو ننداره کوې، نو دا اوږده لاره به لا په زړه پورې وي او نورستان ته په رسېدو به هېڅ د ستړیا احساس نه کوې. کله چې نورستان ته ورسېدم داسې فکر مې کاوه تر دې وړاندې هم نورستان ته په ځلونو راغلی يم.

د نورستان ولایت مرکز پارون ته له رسېدو سره سم، لومړی د کونړ ولایت عامه کتابتون او بیا د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته لاړم او د د دې ریاست له ځوان او قدرمن ريیس صيب سره مې ولیدل. د ريیس صيب او همکارانو له تاوده هرکلي سره مخ شوم تر نن ورځې مې نه یادېږي چې چېرته مې دې دومره ‎تود هرکلی شوی وي.

په سبا ورځ مې ارام ارام خپل کار (د کتابونو وېش) پیل کړ، کلیو ته لاړم په کلیو کې مې پر نوو ځوانانو او ماشومانو کتابونه ووېشل ماشومانو او نوو ځوانانو د کتابونو په لیدو سره ډېره خوښي وکړه او زموږ له دفتر (په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلومات مرکز) څخه يې ډېره مننه وکړه چې دوی ته يې کلیو ته کتابونه ورسول، ما هم په ډېره مینه او اخلاص سره دوی ته کتابونه ووېشل، د کتاب او مطالعې د ګټو په اړه مې له دوی سره بېلې بېلې خبرې وکړې، ومې وهڅول چې په خپلو ورځنیو بوختیاوو کې د کتاب مطالعې لپاره هم وخت ځانګړی کړي، دا خبره د دوی لپاره په بشپړه توګه نوې او په زړه پورې وه، ځکه زه لومړنی کس وم چې دوی ته د کتاب او د کتاب د مطالعې د ګټو په اړه وغږېدم.

د نورستان خلک ډېر ساده او غریبانه ژوند لري، ډېری کورنۍ يې اوس هم په لرګینو کوټو کې ژوند کوي، د ژوند له لومړیو او اړینو اسانتیاوو هم بې برخې دي، خو خلک يې په ټوله کې مینه ناک دي، خو د حکومت او موسساتو له پام او مرستو بې برخې پاتې شوي دي، دا وروستي پنځه کلونه په نورستان کې یو څه پرمختګ شوی، خو په ټوله کې د نورستان د خلکو مينه، د سيمې ښکلا او مېلمه پالنه هغه څه دي چې که ورشئ نو زړه مو نه کېږي چې بېرته راشئ.

په بله ورځ مې زړه نا زړه خپلې غوټې وتړلې او د کابل په لوري را روان شوم، که ژوندي وئ او د تګ او سياحت توانايي مو لرله نو نورستان ته خامخا لاړ شئ ځکه چې نورستان ښکلی دی.

په درنښت