د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
60.8333311.666664

هدمارک د ناروۍ هيواد په ختيځه برخه کې پروت يو ولايت دي. دغه ولايت به تر ٢٠١٩ کال وروسته د اوپلاند سره يوځاي سي او ددواړو ګډ نوم به إنلانده وي

سيمې[سمول]

نور ځایونه[سمول]

فيموندين درياچه
اوستردالين دره

پوهيدنه[سمول]

هدمارک د غوزو ولایت دي

هدمارک چي د اوپلاند سره یوځای پوله لرې، چي په پرتو سیمو کي يي لوي کلي او ښکلې ځايونه موجود دي. دلته لوی لوي ښارونه نسته، د هامار ښار يواځينی لوي ښار او سيمييزه پلازمینه ده. په هدمارک کي د ناروۍ تر ټولو لوي سيند پروت دي. هدمارک د سويډن سره پوله لري چي د ميوسا د ساحو څخه تیریږي. ددي سيمي سهیلي برخه د ناروې نیمګړتیاوې هم پوره کوي او ځینې مهمې زراعتي ولسوالۍ لرې.

هدمارک په پراخه توګه د لویدیځ اقلیم لري او په ژمي کې د تودوخې ټيټه درجه لري.

خبرې اترې[سمول]

د ميوسا د شاوخوا غرونو په سيمه کې کرهنیزه ځمکه

ټول اوسيدونکي يي په ناروېژي ژبه خبرې کوي، ځينې يي په سويډني هم خبرې کوي. انګریزی د ډیری لویانو لخوا پیژندل سوی او خبرې پرې کیږي.

د طياري له لارې[سمول]

په هدمارک کې د هوایی ډګر نړیوالي الوتنې نسته.

  • ددې سيمې ډیری برخی و اوسلو ته نژدې دي نو د اوسلو څخه هوايي سفرونه ترسره کولای سي. ددي ځاي څخه و امریکا، آسيا او د اروپا لويو ښارونو ته الوتنې کولاي سي. اوسلو ته د تګ لپاره د هامار ريل ګاډي د تمځای څخه کار واخلي.
  • روروس د هیواد د شمال لویدیځ یو کوچنۍ هوایی ډګر دي کوم چې د ويدرووه ادارې لخوا پرمخ وړل کیږي.
  • د تروندهايم هوایې ډګر د ولايت په شمالي برخه کې ترټولو نږدې نړیوال هوايي ډګر دی.

د ريل ګاډي له لاري[سمول]

د ميوسا بروا پل ختیځ هدمارک او لويديځ (اوپلاند) سره نښلوي
  • د آن اس بي سیمه ییزي ريل ګاډياني په هر ساعت کې ١-٢ ځله ځي راځي، اوسلو يي اول او ليله هامر يي آخري تمځای دي. دوی د اوسلو په هوایي ډګر کې هم ريل ګاډي دروي او په هدمارک کې بيا دوی په تانګين، ستانګه، هامار او بروموندال کې تمځایونه لري.
  • د آن اس بي سیمییزي ريل ګاډياني د آسلو او کونګسوینګر په منځ کې ځي راځي، چي څو تمځایونه لري.
  • اس چي د اورګاډي سفر چي د اوسلو-سټوکلوم په منځ کي دي، او په کونګسوينګر کې بيا يو تمځای لري.

شاوخوا وګرځي[سمول]

  • هدمارک ترافیک[مړ لينک] د محلي بسونو شرکت دي (ويپاڼه په انګريزي او نارويژي کي پروګرام سوي ده). د بسونو لاره او ويبپاڼه روټر.نو (په انګريزي کي هم موجوده ده).
  • د روروز ريل کرښه: إن اس بي ريل ګاډي سفر د هامار-روروس تر منځ چي په إلوروم، تينسيت او په هدمارک کي دننه په نورو ډېرو ځايونو کي هم دريږي.

وګورئ[سمول]

د فوميندن او شاوخوا د غرونو ځینې سیمې د ملي پارک په توګه ساتل کیږي.
  • فوميندن—د سويډن سره پولې ته نژدی یو درياب دئ.

وکړي[سمول]

سکيبلادرین، د نړۍ تر ټولو زوړ پیډل سټیمر دي چي په (١٨۵۶) کي، په هامار کې جوړ سو.

.

  • د درياب د غاړې چاپیریال په ډیره اسانۍ سره د ځنګل کتلو لپاره استعماليږي. په سیمه کې لوي او ښکلې ځايونه موجود دي. و سویډن ته د پیدل تګ هم ډېر امکان سته.سکيبلادرین

دا سکيبلادرین د اوړي په میاشتو کې په ليله هامر کې د ميوسا په شاوخوا کي فعالیت ترسره کوي.

سرچینې[سمول]

د هدمارک په نوم دا ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د سيمي ګرځيدو ډيري لارښودنې موجودي دي. د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.