د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

هرات جامع جومات

د هرات جامع جومات د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي جومات په نامه هم مشهور دی او ۱۴سوه کاله مخینه لري.

نور[سمول]

د ١٠٠٠٠ زرو پر نوټ باندې د هرات جامع جومات انځور

دغه مسجد په (۴۶۷۶۰) متره مربع ځمکه کې جوړ سوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه ۴۴۴، پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې او څلور لویې کتیبې لري، چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرنه پرې لیکل سوي دي. د هرات جامع مسجد په یو وخت د ۱۰۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او لوی کتابتون یې د ۴ زره ټوکه کتابونو درلودونکې دي. په ۲۹ هجري قمري کال کې کله چې د هرات خلک د اسلام په مبارک دین مشرف سول دغه لوی معبد د مسلمانانو پر مسجد بدل سو، چې بیا تر ننه پورې څو ځله له سره رغول سوی دی ان اوس هم پکښې د مسجد د ښکلا او زینت لپاره کار روان دی.

سرچینې[سمول]