د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

هسپانیه په رسمي توگه د هسپانیې پادشاهي دی چې په جنوب لویدیځه اروپا کې د لویدیځ طول البلد له ۴ تر ۹،۵ درجو او د شمالي عرض البلد له ۳۶ تر ۴۴ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۹۴۳۷۰ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۵۲ درجه لوی هېواد ګڼل کيږي. د هسپانيې شمال ته اطلس سمندر او فرانسه، شمال ختیځ ته یې اندورا، جنوب او ختيځ ته یې د مدیترانې سمندرګی او لویدیځ ته يې بيا پرتګال هېواد موقعيت لري.

نور ولولئ[سمول]

د هسپانيې د ناخالص کورني تولید ارزښت ۱.۴۵ ټرېلیونه ډالرو ته رسيږي. د ناخالص کورني تولید سکټوري جوړښت يې څلور سلنه پر کرنې، ۲۶ سلنه پر صنعت او پاتې يې پر خدماتو ولاړ دی. د هسپانيې د خلکو د سړي سر کلني عاید کچه ۲۶۶۴۳ ډالره ده او د ۲۳ ميليونو په شاوخوا کې د کار بشري ځواک لري. د هسپانيې ۲۲ سلنه خلک وزګار دي او ۲۰ سلنه کورنۍ خو يې ان د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد کلني عوايد ۵۰۶ ميليارده ډالره دي په داسې حال کې چې د لګښتونو کچه يې بيا ۵۹۷ ميلياردو ډالرو ته رسيږي. ماشینونه، نقلیه وسایط، کرنیز وسایل، دارو، برېښنا، وسلې او مهمات، پرزه جات، خوراکي توکي، ټوکران، جامې، بوټونه، فلزات او فلزي وسایل، د ځینو کاني موادو ایستل او پروسس، لرګي، موبل او فرنیچر، کاغذ، کیمیاوي مواد او استهلاکي وسايل هغه څه دي چې د هسپانيې صنعتي سکټور يې په توليد کار کوي.

لار[سمول]

له افغانستان څخه تر هسپانیې پورې د هوا له لارې ۳۸۵۱ کيلو متره واټن دی. د کابل او مادرید تر منځ د وخت توپير هم دوه نيم ساعته دی.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د هسپانیه په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.