د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د هلمند دري

هلمند د افغانستان  په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېواد  لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې  او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى. هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان، دايکنډي، غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په  سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده. شمالي برخې ته يې  غرونه حلقه  سوي  او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې  په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاه  ښار دى او له پلازمېنېكابل څخه  ۶۷۱ كيلومتره واټن لري. د يوې غير رسمي سروې له مخې، هلمند دا مهال يو نيم ميليونه  نفوس لري.

کولتور[سمول]

د هلمند کورني ځواکونه

هلمند که څه هم له پخوا زمانو راهيسې  د فرهنګ، تمدن او تاريخي ميراثونو  مرکز و،  خو په دې وروستيو کې يې منظمې فرهنګي چارې دبست فرهنګې ټولنې په جوړېدو سره په ١٣٨٤ لمريز کال کې پيل  کړې ، تر هغه وروسته د هلمند ادبي ټولنه،پير روښان ټولنه،سنګ روخام ټولنه،محمود طرزي ټولنه، هاشم سرواني ټولنه، په نادعلي ولسوالۍ کې د ناد علي په نوم  ټولنه، په ګرشک کې دشملې ادبي ټولنه ، دغه  راز په ګرشک کې دسراج  په نوم ټولنه، چې دا مهال د ابي بهير ترڅنګ نهه ټولنې فعالت کوي ، چې  تردې مهاله شاو خوا ١٢ سوه  شاعران او ليکووالان پکې وخت ناوخته ادبي بانډارونه  جوړوي. د هلمند څپانده سيند په نوم کلنۍ مشاعره هرکال په غويي مياشت کې جوړيږي، چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعران  يې ګډونوال وي. د هلمند د اطلاعاتو اوکولتور رياست تردې مهاله نه دى توانيدلى،  چې موزيم جوړ کړي .

اداري وېش[سمول]

هلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه ګرشک ،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېر ولسوالۍ په کې شاملې دي.

ننوتل[سمول]

يو سړک په هلمند کې

د کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کې ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .

د برېښنا بندونه[سمول]

د كجكې د برېښنا بند ددې ولايت يو له مهمو پرژو څخه دى، دغه بندددرې توربينونو په لرلو سره ۵۱ ميګاواټه برېښنا توليدولى سي ، چې اوس مهال يې دو ه فعال  دي ، ۳۱ ميګاواټه برېښنا توليد لري. چې د هلمند ترڅنګ کندهار ښار ته هم برېښنا ورکوي. د ګرشك د برېښنا بند، چې دكانال پر سر جوړه سوى، دوه نيم ميګاواټه  برېښنا توليد لري، خو همدا اوس يې پر پروژې كار وان دى ، چې  د توليد كچه  به يې پنځو ميګاواټو ته زياته سي .

په هلمند ولایت کې د کجکي بند
  • کجکي بند
  • ګريش بند

سيند او بندونه[سمول]

د هلمند د رود نقشه چي د بدخشان څخه شروع سوي دي، او په ايران کې پاي ته رسېږي

د هلمند سيند، چې په بېلابېلو دورو کې يې نومونه بدل سوي ، زيات نومونه لري، چې د بېلګې په  توګه  يې دلته څو نومونه اخلو، هيتومند په اوستا کې راغلى، په  سانسيګريټ کې هيذمند،بيا هتمند،بيا په هير مند اوښتى او په اسلامي دورکې يې نوم په اوسني هلمند واوښت ،چې لغوي معنا يې پرتمين،بريمن او پرتم دى ، د ډک په معنا هم دى . د هلمند سيند د هېواد د مرکزي سيمو له بابا  غرونو سرچينه  اخلي ، ١٤ سوه کيلومتره په اوږود والي سره تر ايرانه  بهيږي او وروسته بيا په هامون کې غرقيږي، د هلمند سيند په بېلابېلو سيمو کې  مرستيالان خوړونه  لري، په  ځانګړې توګه تر کجکي ولسوالۍ لاندې سيمو کې دسنګين ،موسى کلا،نوزاد،لوى مانده،نرى مانده، خوړونه ، ارغنداب سيند او داسې نور لوى او واړه خوړونه يې مرستيالان  دي.

تاريخي ابدې[سمول]

هلمند ولايت شا وخوا پنځوس تاريخي ميراثونه لري لکه  بست کلا،سلطان محمود قصر،ارګ ماڼۍ، تنور کلا،مسجد،اتو کلا،سفار کلا،  بولان کلا، مخترکلا، دپيرسوز کلا ،د بشران د خواجه بيدار کلا ،شهزاده بابا کلا ،د سپوږمۍ کلا،دخواجه علي کلا، دخواجه غيب کلا، دامير بلند بابا کلا، ددروېشانو کلاوې ،دشملان  کلا، د ګرشک کلا، دکلايې سبز کلا، کلاى نو،خانشين کلا،ديشو کلا،جلج کلا،اتو کلا . داور کلا ،موسى کلا، فتح خان کلا،کرم  خان کلا،  ،شاحسين زيارت،ساروان کلا، دلويې ادې کلا،نوزاد سره کلا،  دنوزاد مروت کلا، دباغران  حرم کلا ګاني، بغني کلا ،برنګ غونډۍ، اسد سوري زيارت، نادعلي کلا،،سرخودوز کلا، مومن کلا،پنجاو کلا،   بيوبي جاني کلا،شاه اسماعيل اغا کلا ، او داسې نورې چې دټولو شمېره يې تر پنځوس اوړي ، چې ډيرى يې اوس مهال دنه  پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي. د هېواد نورو ولايتونو په څېر دهلمند د خلکو هم ملي نڅا ډول ته اټن دى ، چې ځوانان يې د خوشحاليو په پروګرامو کې کوي.

تعلیم[سمول]

هلمند دا مهال ٣٤١ ښونځي لري، چې ٢٠٤ يې پرانيستي دي ، چې ١٣٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي ، چې ٣٠ زره يې نجونې دي او د ٢٩٠٠ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي .   هلمند د لوړو زده کړو موسسې هم لري ، چې يو يې دارالمعلمين دى .  دغه دارالمعلمين   ٥٥٨  زده کوونکي لري، چې  ٢٧٩ يې نارينه  او په همدې شمېر يې ښځينه دي ، د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي ، چې ٤ يې ښځينه  دي. د هلمند پوهنتون،  په ١٣٨٧ لمريز کال کې تاسيس سوى، چې  څلور پوهنځي لري: کرنه،تعليم او تربيه،انجينري  او وترنري

افغان ماشوم د افغانستان د بيرغ رپولو په حال کې د لوي اختر د خوشحالي پر مهال په ګرمسېر ولسوالۍ کي

په هلمندکې درې خصوصي پوهنتونه وادي هلمند،اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي ، چې د طب ترڅنګ، حقوق اواقتصاد پوهنځي لري .ددې  ترڅنګ درې انسيټيټوټونه هم فعاليت کوي. په دې ولايت کې  شپږ خصوصي لېسې دي،  ١٤٢٨  زده کوونکي لري  ، چې  ١٩٥ يې نجونې دي. دغه راز په دې ولايت کې ١٨ ديني مدرسي دپوهني له رياست سره ثبت دي ، چې پکې ٢٠٠٠ طالب العلمان په زده کړو بوخت دي .

تړلې لیکنې[سمول]

پېښور کابل هلمند کندهار

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د هلمند په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.