وزي ځدراڼ ولسوالۍ

وزي ځدراڼ ولسوالۍ د پکتيا ولايت يوه ولسوالي ده، چي د مرکز ګردېز سويل ختيځ ته په(٦۰) کيلومتري کې موقعيت لري.

د خوست_گرديز  لويه لاره د دې ولسوالۍ پر زړۀ تېره ده. نفوس يې(٦۰)زره تنه اټكل شوى دى.د عايد مهمې سرچينې يې د جلغوزيو حاصل، د لرگيو کاروبار دی. زيات شمير ځوانان يې په بهرنيو هېوادو په ځانگړي ډول په عربي هېوادو کې په مزدورۍ پسې مسافر دي {{د دې ولسوالۍ زياتره خلک په دوو لويو{گرميښ او ميتي} درو کې استوگن دي همدارنگه سرگوړی يې بله کوچنۍ دره، چې د ولسوالۍ په ختيځ کې شمال لورې غځېدلې ده. {اوسېدونکي يې ټول پښتانه ځدراڼ دي} که څه هم ياده ولسوالي غرنۍ ده خو د کرنې وړ ځمکې هم د درو په لمن کې شته چې د کال دوه فصله يبره(حاصل) ورکوي. غنم، جوار، وربشې، لوبيا، کچالو يې مهم پيداوار دی. د دې ولسوالۍ مرکز د خوست_گرديز پر لويه لار (وزي) نومي سميمه کې ده، چې لر او بر دوه کلي يې هم (لره وزي او بره وزي) مشهور دي. د ولسوالۍ مرکز جنوب ته اوږده، شنه ځنگل پوښه (ميتي) دره ده چې د پکتيکا له زيړوک او نکې ولسوالۍ سره نښتې ده او اوبه يې له سېدخېل پول سره شمل سيندگي ته گډېږي.  په دې دره کې له برې خوا پراته کلي: شنشوبی، کوهسم، منکي خوله، ورغه کلی، غونځې ټوپی، غاړې کلی، ژندرۍ کلی، ستر کلی، ړندېکۍ کلی، تېرکوڼ خوله، باغونو کلی، لېوان، ترۍ خوله، رغونو کلی او د درې په خوله کې کوټکي کلی، د بيريو ستر کلی، ښېگوم کلی، خوناباز کوټ پراته دي. 
 گرميښ دره چې په دېرخېل هم مشهوره ده، د درې په خوله کې کلی؛  لکه تېږه ورپسې منگټ خېل، بښکول غاړه، خنډخېل کلی، علي احمدخېل، څپره کلی، شلم، شهيد کلی، سره خاوره او پاس مشهور سروټی.

نور اوڅار کلي يې: غورکه، کوټکۍ، غورکې خوله کلی او لوټې کلی دي.