ويکيسفر:Username policy

چینایي ژبه کې خط په دوه ډوله دی: سنتي چینایي او یا هم کلاسیک او دویم ساده شوې چینایي. لومړی ډول د چینایي اصلي او پخوانۍ خط دی چې اوس مهال د چین په جمهوریت(تایون)، هنګ کانګ، ماکایو او د چین متحد ایالت په غرب کې دود دی. دویم بیا همغه ساده شوی چینایي خط دی چې خپله د چین په جمهوریت او سنګاپور کې کارېږي. په چینایي ژبه کې تقریبا له پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) تر اتیا زرو(۸۰۰۰۰) شکلو دي چې ددوي په افهام او تفاهم کې کارېږي او دا هر یو بیا ځانته د یوې ځانکړې کلمې نمایندګي کوي؛ خو له دوی ټولو یې بیا یوازې درې زره(۳۰۰۰) شکلونه په لیک لوست کې کارېږي چې عملا یې د چینایي لیکدود جوړ دی