يونان

پلازمینه آتن
پيسې يورو (EUR)
نفوس ١٠،٨ ميليونه (شميرنه ٢٠١١)
برق ٠. ٠٢٣ ولټ/ ۵۰ هز، د پلگ ډول: اروپايين
د هيواد کوډ ٣٠+
سيميز وخت ختیځ اروپايي وخت يو ټي سي ٠٣+: ٠٠ اروپا / آنتن.
بېړني شمېرې ١١٢، ١٠٠ (پولیس)، ١۶۶ (بیړني طبي خدمات)، ١٩٩ (د اور وژنې څانګه)

يونان د دوو جزيرو ملک دی. او ١٠،٨ ميليونه خلک دلته اوسيږي. د يونان هر يوه جزيره ځان ته ښکلا لري. سپين واړه واړه کورونه ، غرنۍ زمکه چې تنگې وړې کوڅې پکښې د کورونو د چتونو شا ته ورکې سوي وي. د کورونو د ديوالونو څخه د رامبيل ځيلۍ تاو وي او هرې خوا ته داسې چپتيا خپره وي چې د لويو ښارونو اوسيدونکي ورپسې په ارمان کوي. په دې ټاپوانو کې د نارنجو او د پستې دومره حاصل وي چې يو وخت د يورپ ټول بازار ددوي په لاس کې و. په معلوماتي پاڼې کی ليکلي دي چې د اتينا په مرمرينو کنډوالو کې د گرځيدو لپاره داسې بوټان په پښو کړئ چې تلي يې زيږه وي. ځکه هر کال بې شميره خلک په دې مرمرو خويږي او کله کله د مات هډوکو سره خپل وطن ته ځي. د اتن د ايکروپوليس يا د لوړ ښار ستنې يونيسکوخپله نښه ټاکلې چې د اتينا په وياړ جوړې سوې اود کاله دولس ميليونه سيلانيان يې ليدو ته ورځي. دا يوه ودانۍ نه ده بلکه د غونډۍ په سر لکه د سپينې ښاپيرۍ ولاړه دالان دې او چاپيره ترې نورې وړې ودانۍ تاو دي. د معبدونو، د عام ولس د کورونو او د کاسې په شکل کې جوړ د تياتر ودانۍ هر څه ځان له يو تاريخ لري. خو دا هر څه په يو وخت او زمان کی نه دي جوړ سوي.

د اتن تاريخي سيمييز کورونه

د لرغونو يونانيانو لپاره اتينا تر ټولو لوړ سپيڅلې غر اولمپس کي ميشت د اسطورو د مشر زيوس هغه لور وه چې پخپله دده د سرنه راوتلې وه او هم هغه وخت يې په لاس کې توره ډال نيولي و او د جنگ نارې يې وهلې. د هغه وخت د يونان وگړې په دې باور و چې انسان ته پوهه، اوبدل، د کرهنې او د کاواکه ځنگلي اس د قابو کولو چل اتينا ورښودلې دې. واي چې اتينا ددې ښار خلکو ته د زيتونو بوټې هم ورکړې و چې اوس ځاې ځاې ددې ونې ښکاري. دا جنگيالۍ پيره او ددې په شان په زرگونو نورې اسطورې په مرمرو او نورو ډبرو کې ونمانځل سول. په افغانستان کې هم ددې څو مجسمې موندل سوي دي. د يونان په لسو ميلينو وگړو کې څلورميلينه د اتن په ښار کې اوسيږي. ټول يې د زاړه پال مسيحيت مونکي دي. هرځاې د خښتو جوړد بازنطيني نښې لرونکي کليساوې دي. دا ښار څلورغونډۍ لري چې ورباندې د پينځم ق-م د مرمروماڼۍ او مزدکونه جوړ دي. په څلورم ق-م پيړۍ کې په دې ښار کې سقراط، افلاطون، ارسطو ديوجانس او بقراط په شان فلسفيان اوسيدل دا د اروپا تر ټولو لومړې جمهوريت گڼل کيږي. په پينځم ق م پيړۍ کې اتن د حکمت ، فلسفې، طب، رياضي او د سياست يو بې جوړې ښار و. ددې ښار پارليمان د ايکروپوليس نه لږ ښکته په اگوره نومې ځاې کې خپلې غونډې کولې. د هغې نه هم لږ ورښکته پلاکه د هنر مندانو او د هټۍ والو مرکز و. د اوسني طب او د ناروغيو نومونه ټول په يوناني ژبې نه راټوکيدلي دي. پخپله الفبا د يوناني ژبې تورې دې. په اتن کې اوس په سلو کې دوه کسان د نورو ملکونو اوسيدونکي دي، د بلقان جنگ زپلي مهاجر، ترکان، د مصر او لبنان، شرقي اروپا، او د هند او پاکستان افغانان په رنگ کې جلا نه ښکاري. د اتينا يوه بله مهمه کنډواله په دريم ق م پيړۍ کې د زيوس په نوم جوړ سوې معبد دې چې د اولمپيک لوبې به پکښی کېدې. الهام د نړۍ څومره ژبو ته کډه کړې ده او ليکونکو ته يې سرچينه هم نه ده څرگنده. د بيلگې په توگه ” خپل ځان وپيژنه” په دې مزدک مرمرو کې ليکلي دي. د اتن هره تيږه چې گورې ورلاندې يو فلسفي ناست دې او پخوا له دې چې څوک د هغو وختونو په اړه سوچ وکړي، په لويو سړکونو يې د موټرو او د گاډو شور او لوگې، څو پوړيزه دکانونه او ددې په سمندري ساحل د لويو لويو کورونو په شان بيړۍ ددې ټوله ښکلا زبيښلې ده. ددې هوا ټول کال گرمه وي باران ژمي په دوو مياشتو کې وريږي. د اتن ښار په بې شميرو ميوزيمونو کې ايښي لرغوني توکي ددې د تاريخ د بيلا بيلو دورو انځورونه دي. او ددوي د ودانيو کوټې کال په کال زياتيږي.

ښارونه[سمول]

اولمپیا، په پخوانیو وختونو کې د اولمپیک لوبو ځای وو

د اتن د زمکې لاندې د اور گاډي د نويو ليکو لپاره چې کنستون وويشي نولرغوني توکي پکښې وموندل سي. هر شې په زرگونوکالو قدامت لري او يوه نوې خبره پکښې رابرسيره سي. د اتنيا د ښار چارواکي د ډيرې مودې څخه اخته دي چې د زمکې لاندې د اورگاډي ليکې وغزوي چې په ښار کې د موټرو دود او شورکم سي. خو هر ځاې چې زمکه وکيندي ، لرغوني اثار پکښې راووځي. کار بند سي او لرغون پوهان راسي. کيندني ساينسي سي او په مياشتو او کلونو ددې ښار مطالعه کيږي او لرغوني اثار ترې راباسي. پخوا به يې دا توکي ميوزيمونو ته سپارل . اوس هلته هم ځاې نسته او ښه علاج يې دا کړې دې چې د اور گادي د لارې سره شيشې لگولي دي او ددوي شا ته يې د مرمرو په ديولانو يې ايښي دي چې لاروي د گادي نه ورته کتلې سي. د پلاکا بازار چې پکښې ارزان بيه سوغاتونه خرڅيږي. د اتن د تمدن نه وړاندې تر څو پيړيو د کريټ تمدن، د مينوا تمدن او د مايسينيا تمدن خلکو خپل د ژوند نښې پريښي دي. دا نښې په سرو زرو، مرمرو او په تيږو نقش دي. د يونان مرمر چې پکښې د اوسپنې گډون نه وي اوس هم پخوا په څېر تک سپين ښکاري لکه چې درې زره کاله پخوا و. ته به واې، سنگتراش اوس اوس کار بند کړې دې. د مرمرو د مزدک جوړونکي نه يواځې پخپلو کارونو پوهيدل بلکه هر څه يې په سيالۍ جوړول. تيږه به يې دومره په هنر وتوږله چې د لاس د گوتو نوکان هم ريښتونې ښکاري. د مجسمو د لباس هر يو تاو بيل بيل ښکاري. هيڅوک پکې نقص نسي موندلې. د ايکروپوليس څنگ ته د پيالې په شکل دوه لرغوني تياترونه دي. په يو کې اوس هر کال د اوړي د ميلې کنسرټ کيږي. د ډرامو دوه لوې برخې کاميډي او تراژيدي د يونان په تياتر کې بيلا بيلې معناو لري. کاميډي به د عامو خلکو کيسه وه او تراژيدي به د اسطورو او د باچاهانو کيسه وه. د تمدن ددې ټاټوبي با کلتوره ملک خلک پخپله يو غرور لري خو ډوډۍ يې ډيره ساده ده. زيتون، ماسته يا پنير او د تناره ډوډۍ. د سړکونو په غاړه د لاټرۍ د تکټونو خرڅوونکي بې شميره و. هغه ځوانې ښځې چې د سيگريټو يو ډبې په يو لاس او بل کې ماشوم نيولې وې، خير غواړي. په يويشتمې پېړۍ کې د تمدن ځاې غربت نيولې دې او يونان ته اوس د اروپاي ټولنې کې د يو ناروغ په حېث کتل کېږي.

خوراک[سمول]

د يونان سلاته چي ډيري خلګ يي خوښوي
پاستيتسيو د يونان د ښه خوراکونو څخه
کاتوليک کوارټر د يونان د سنتوورین په جزیره (توره) کي

سفارتونه[سمول]