د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د ستر امپراتور احمد شاه ابدالي زيارت هم د ټک ټک بازار په څنډه کې موقعیت لري، چي د سيلانيانو لپاره د کتنې يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې بيلګه ده

د کندهار تاریخي توپخانه بازار اوس خلکو په ټک ټک بازار سره مشهوره کړې. دا بازار د شهیدانو او سردارمدد خان چوک د عمومي سړک څخه د ختیځ خوا ته تر پخواني ارګ بازار پورې غږېدلی دی.

نور اړوند[سمول]

په ټک ټک بازار کې د چکوش او سوټکانو ټک ټک دومره لوړ او جالب ږغ لري چې د هرچا توجو ور اوړي. په پخوا کې د احمدشاهي عصر دغه لرغونی تاریخي بازار ته نږدې یوه دوه پوړیزه ودانۍ وه، چې د لوی نایب کوټۍ یې بلل. په تاریخي کتابو کې راغلي، چې دا کوټۍ د لوی نایب خوشدیل خان د مجلس ځای وو، خو د وخت په تیریدو سره د محمداکبر خان ښاروال په وخت دغه سیمه پراخه او د بازار شکل یې غوره کړ.
ویل کیږي، چې نوموړي د ښار د نورو بازارونو څخه ټول اهنګران او مسګران دغه بازار ته رانقل کړه. پخوانیو حکومتونو به د دغه سیمي څخه د پوځ او پولیسو د قرارګاه په توګه کار اخیسته:

ټک ټک بازار چې اوس تر دوه سوه زیات دوکانونه لري تقریبا په ټولو کې بېلابېل فلزي لوښي جوړیږي لکه کاسې دیګونه بخارۍ انګېټۍ او نور د ضرورت وړ شیان. دغه بازار ځکه په ټک ټک بازار مشهوره دي، چې د لوښو او نور فلزي شیان د جوړو پر وخت په کې ټک ټک وي:

دا هم ولولئ[سمول]

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مسوول عزیز احمد عزیز وايي، چې ټک ټک بازار د کندهار د تاریخي سیمو څخه شمیرل کیږي او د نورو ولایتونو او هېوادونو څخه راغلي سیلانیان هم علاقه لري، چې دغه بازار د نږدې وګوري: ټک ټک بازار د احمدشاهي عصر یو لرغوني بازار دی دلته چې اکثره وخت دا سیلانیان راځي نو ټک ټک بازار خامخا ویني ډیر ورته جالب دي. ټک ټک بازار ته ورته د کندهار د ځينو نورو سيمو نومونه هم د وخت په تېرېدو د سيمې خلکو په خپله خوښه بدل کړي دي، چې ښه بېلګه يې د کندهار سرپوښ بازار دی. دغه بازار د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال يوې څلورلارې ته نږدې جوړ سوی وو، چې هغه مهال چارسو بلل کېده، خو وروسته چې د بازار سر وپوښل سو، خلکو ورته د سرپوښ بازار نوم ورکړ.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ټک ټک بازار په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.