د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

پرتګال په رسمي توگه د پرتګال جمهوريت دی، خو په نړيواله کچه د پرتګال په نامه سره پېژندل کېږي. پرتګال د اروپا د جنوب لویدیځ په وروستنۍ برخه کې د ایبري ټاپووزمې او د شمالي اتلانتیک سمندر په لویدیځه څنډه کې د لویدیځ طول البلد د ۵۰،۹ درجو او د شمالي عرض البلد د ۳۷ او ۴۲ درجو په منځ کې پروت دی. پراخوالی یې ۳۵۴۱۹.۳ میلو مربعو ته رسېږي چې له دې پلوه د نړۍ ۱۱۱ درجه هېواد دی.

نور ولولئ[سمول]

د پرتګال د شمالي او لویدیځو سیمو هوا د اتلانتیک او د جنوبي برخو هوا د مدیترانې د هوا تر اغېزې لاندې ده. د دغه هېواد پلازمېنه لېزبون ښار دی. نفوس یي ۱۰.۳ ملیونو تنو ته رسېږي. د پرتګال په هر کيلومتر مربع خاوره کې ۱۱۸ تنه ژوند کوي. ۶۱ سلنه اوسیدونکي يې په ښاري او ۳۹ سلنه نور يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د نفوس د زیاتوالي کلنۍ وده یې۰.۱۲ سلنه ده او اوسيدونکي يې په منځني ډول ۷۹ کاله عمر کوي. د پرتګال ۶۴ سلنه اوسيدونکي د ګډ سپين او سره، ۱۴ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۱۰ سلنه يې د سپين او ۸ سلنه يې د خالص سره نژاد لرونکي دي. د دغه هېواد ۳،۷۵ ميليونه اوسيدونکي د اقتصادي ستونزو له امله د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو لکه برازيل، فرانسې، جنوبي افريقا، وينزويلا او جرمني ته کډه شوي دي.

سياست[سمول]

د پرتګال ماڼۍl

د پرتګال ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو له پاره ټاکل کېږي او د دوه دورو لپاره کار کولای شي. د دې تر څنګ پرتګال یوه دولتي شورا لري چې ولسمشر ته مشورې ورکوي. د پرتګال لومړی وزیر د ولسمشر له خوا د هغه ګوند یا د ګوندونو د ایتلاف له منځه ټاکل کېږي چې د پارلمان اکثريت څوکۍ يې ګټلې وي. د پرتګال کابینه ۱۷ وزیران لري چې د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا غوره کېږې او د جمهوریت جرګې له لوري د باور رايې اخيستو ته اړتيا لري. د پرتګال د جمهوریت جرګه ۲۳۰ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رايې ورکولو لپاره د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړول شرط دی، خو رايه د عمومي حق په توګه پېژندل شوی دی. د پرتګال د اساسي قانون ساتونکې شورا او ستره محکمه د پرتګال تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي. پرتګال د قضا یوه عالي شورا هم لري چې غړي یې د قاضیانو له خوا ټاکل کېږي. دا شورا خپل رئیس په خپله ټاکي چې د هېواد د مشرانو په کتار کې څلورم ځای لري. ستره محکمه ۱۲ او د اساسي قانون محکمه ۱۳ غړي لري. د سترې محکمې مشر او قاضیان د ولسمشر په وړاندیز د جمهوریت جرګې، خو د اساسي قانون محکمې ۱۰ قاضیان د جمهوریت جرګې او درې نور يې د قضا شورا له خوا ټاکل کېږي. عوامي ګوند، سوسیالېست ګوند، ولسواک ټولنپال ګوند، کیڼ اړخی ګوند، ولسواک او ټولنیز مرکز د پرتګال مطرح سياسي ګوندونه دي. پرتګال داسې یو هېواد دی چې په پېړیو – پېړیو یې د نورو خلکو او سیمو په زیار او شتمنیو ژوند کړی، له همدې امله يې په تېرو څو لسیزو کې اقتصادي خوځښت او ابتکار کمزوری شوی چې بې کیفیته صنعتي تولیدات، انفلاسیون، وزګارتیا او د تادیاتو د بېلانس کسر تل د دغه هېواد ځانکړتیاوې بلل کېږي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د پرتګال په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.