د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د پنجوايي ولسوالۍ د دولتي چارواکو يوه اداره

پنجوايي يا پنجوايي ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده، چي د ارغنداب، کندهار ولسوالۍ، دامان ميوند، ښوراوک او خاکریز سره پوله لري، دا ولسوالي چي مرکز يي د پنجوايي بازار دي، او دا د کندهار ۶ ولسوالۍ سره نښلوي . دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ د ډير وخت راهیسې په جګړه کې ښکېل وو، خو کله چي جنرال عبدالرازق د کندهار امنیه قوماندانۍ ته د مشر په توګه وټاکل سو، نو د هغه د کارنامو څخه يو هم ددي ولسوالۍ امنيت بيرته راوستل وو. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.
ننوتل:

د يو تازه جوړ سوي مسجد انځور په پنجوايي ولسوالۍ کي، چي تر څنګ يي يو افغان د افغان ملي ځواکونو يو عسکر هم موجود دي

پنجوايي ته د ننوتلو په په وخت ډير امنیتي ځواکونه او پوستې د امنیتي ځواکونو ځايونه راځي.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د پنجوایي ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله:سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، د کندهار نړيوال سړک ګڼل کېږي، کوم چې وس مهال سم جوړ نه دي. د بس پوسیله:په پنجوايي ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري، خو د پنجوايي سيمي ته په ډاټسن، کورولا، ټکسي، او داسې نورو موټرو کي سفر کولای سي.

د لیدو وړ ځایونه[سمول]

د پنجوايي ولسوالۍ هره ښکلې، شنه او د اوبو لرونکي ده، نو ځکه تر ټولو ښکلې سيمه معلومول ګران کار دي
څه باید وکړو: که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.
تعلیم:د پنجوايي د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د پنجوايي خلګ وس مهال ډير تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د پنجوايي ډير خلګ بي تعليمه وه.
پیسۍ:د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول:د پنجوایي په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د پنجوايي ښاري بازار هلته هم هر څه د خوراک او څښاک لپاره موجود دي.
خوراک:د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی.
جیب خرڅ:په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.
خوب:د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د پنجوايي په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکرېز دښتو ته ورواوښتلاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.
ارتباطات:په پنجوايي ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي
اینټرنټ:په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.
امنیتی کچه:دا ولسوالۍ په ٢٠١٣ کي د امريکايانو د جنګ ميدان وو اد هغو لخوا دلته ډير خلګ په شهادت ورسیدل، کوم چې د حامد کرزي او د امريکايانو تر منځ دوستي لمنځه يوړل. خو اوسمهال يي امنیت ډير ښه او برابر دي.

سرچينې او وېشنيزي[سمول]