د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

پکتيکا ولايت د افغانستان سويل ختيځ ولايت ده،په شمال کي له پکتيا ولايت سره په شمال لويديځ له غزني ولايت سره،په لويديځ کي د زابل ولايت او د پاکستان هيواد له بلوچستان ايالت سره، په سويل او سويل لويديځ کي له شمالي او سوېلي وزيرستان سره، په ختيځ کي له خوست ولايت سره ګډه پوله لري،مساحت يې ٣٦٣٦٠ کيلو متره مربع ده. پکتيکا ولايت د ٢٣٧٠ په شاوخوا کي کلي لري.

تاريخي او کلتوري ځايونه[سمول]

پکتيکا ولايت ګڼ شمېر تاريخي او کلتوري ځايونه لري چي له دې جملې د ښرني ښار ختيځ ته د پطني غونډۍ يادولاى سو، ددې غونډۍ تاريخ له اسلام وړاندي د زمرد وخت ته رسېږي، د سيمي د خلكو په وينا په دې غونډۍ د پطني په نامه د يوې مېرمني قبيله اباده وه همدارنګه د پکتيکا ولايت ګومل ولسوالي د ټولو خروټو مور ګڼل کېږي

مېوې[سمول]

پکتيکا ولايت د جلغوزيو او بادامو تر څنګ د انګورو،مڼو او زردالو زيات شمېر باغونه لري.