چهل زينه (په پښتو: څلويښت زيني) چي د کندهار د زوړ ښار شمال ته د يو غره سره چې سرپوزه نومېږي چې له بېخه تر څوکې پورې يې يو وخت ۴۵ پوړۍ ورختلي وې. وروسته ترې ۴۳ پاتې سوې او په تاريخ کې د چهل زينو په نوم ياد سو.
چهل زينه پيژنه
[سمول]د غر په څوکه يو غار د خونې په شکل جوړ دی چې د شپاړسمې ميلادي پېړۍ مغل واکمنو نومونه پرې کندل (کښل) سوي دي. داسې ښکاري چې پوړۍ د مغلو نه وړاندې جوړې وې ځکه د دوی پلنوالی او اوږد والی يو برابر نه دی.
بابر په ۹۱۳ هجري ( ۱۵۰۷ م) کې په کندهار حمله وکړه چې هغه وخت د مغلو د ارغون ټبر دوو وروڼو شاه بيګ او مقيم په لاس کې و. دوی پخوا هم د بابر سره جنګېدلي و او د حملې په وخت نږدې ځنګله کې پټ سول. بابر د کندهار نه د لوټل سويو خزانو ذکر په خپلو يادښتونو کې تفصيل سره کوي چې خپل کشر ورور ناصر ميرزا ته يې وسپارلو او په خپله کابل ته لاړو. هغه وخت د ده لوی رقیب او حریف شېباني خان د ارغون وروڼو مرستې ته راغلو او کندهار يې محاصره کړو. په ۹۲۱ هجري کې د کوچني اختر په مياشت کې په ۱۳ ورځ بابر کندهار بيا ونيولو او د دې حاکم يې خپل دویم زوی کامران ميرزا وټاکلو چې کابل کې د خپل سکه ورور عسکري ميرزا سره يې په ګډه اداره کوو.
بابر په خپلو يادښتونو کې د سرپوزې غر ته د ختلو حال نه دی ليکلی. د ډبر ليکونو نظر ( سوژه) د چا وه، څرګنده نه ده. خو دا د بابر د مړېنې نه وروستو د ميرمحمد معصوم شاه تر څارنې لاندې جوړ سو. مير معصوم شاه د سنده د بهکر اوسېدونکی و چې اوس د سکهر په نوم يادېږي ( د بهکر په نوم اوس يو ښار د اباسين پر غاړه په پنجاب کې دی) مير معصوم د يو مورخ او طبيب په توګه شهرت لرلو چې د مغلو يو باوري حاکم او د بهکر نواب و. د ده ښکلې مقبره په سکهر کې ده چې د ده په ژوند کې ورباندې کار پېل سوی و او د سنده تاريخي نښه ده. د ده يو کتاب تاريخ معصومي نومېږي چې په کې د سرپوزې د ډبر ليکونو ذکرسوی دی.
دا هم وګوری
[سمول]ده د سرپوزې په غر هره ورځ د اتياوو کسانو سره کار کوو چې په کې د تيږې توږوونکي، نقاشان او نور مزدوران شامل وو. نهه کاله وروستو دا دالان تيار سوچې بهر ترې د ډبرې دوه زمري په زنځيرونو تړلي ولاړ و. دا د بابر نوم ته يوه اشاره وه چې په ترکي کې د زمري مانا ورکوي. د ایالت او کندهار د مملکت لپاره د ده سلاکار، ښاغلی او نیکبخته ورورمحمد عسکري بهادر چې الله پاک یې عمر ډېراو په خلکو مهربانه وساتي، په نهه سوه ديرشم (۹۳۰) کې چې د هغه د والي توب ورځې وې او شهزاده فیروز بخش د مهربانۍ له مخې په نهه سوه درې پنځوسم ( ۹۵۳) تاریخ کې ودانۍ جوړه سوه. د بابر نه وروستو د ده مشر زوی همايون د ډیلي پر تخت کېناستو نو کامران ميرزا د ورور په ضد د شير شاه سوري سره لاسونه يو کړل. همايون د چونسه په جنګ کې د پښتنو نه ماتې وخوړه او پارس (ايران) ته لاړو. په ۱۵۴۵ م کې يې کابل د ورور نه بېرته واخيستو،کامران يې مکې ته وشړلو چې هم هلته مړ سو. کندهار د پارس صفويانو ونيولو. د بابر لمسي محمد اکبر د خپل سياست د لارې کندهار بې له جنګه ونيولو او ښايي هغه وخت د چهل زينو دویم ډبرليک جوړسوچې څلور کاله پرې واوړېدل. علامه رشاد ليکي په ۱۰۰۴ ه ق کال چې مير معصوم بهکري له هندوستان څخه کندهار ته راغی، څه نور کار يې په چهل زينه کي وکړ او په دغه ډبر ليک کي يې د نوموړي بابر د مشر زوی همايون ( ۹۳۷ – ۹۴۷ ه ق) او لمسي جلال الدين اکبر ـ ۹۰۳- ۱۰۱۴ ه ق) نومونه او د نوموړي اکبر مغول د نيول سویو ملکونو نومونه زيات کړل. د یادولو ده چې اعلیحضرت چې خاقاني د کندهار حکومت د کابل نومیالي نواب شاه بیک خان ته سپارلی و، درګاه محمد معصوم بن سید صفايي بند سید شیر قلندر بن سید حسین زنجیرپا بن بابا حسن ابدال و.