د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
چک د اروپا یو هيواد دي. چک چې رسمي او نړيوال نوم يې د چک جمهوريت دی، د اروپا په منځنۍ برخه کې د سلواکیا، پولنډ، اتریش او جرمني په مينځ کې موقعيت لري او په وچه کې ايسار هېواد دی. دغه هېواد د ختیځ طول البلد د ۱۲ او ۱۸ او د شمالي عرض البلد د ۴۷ او ۵۱ درجو په منځ کې موقعیت لري.

هوا او موسم[سمول]

د چک هېواد سيمه

پراخوالي یې ۷۸۸۶۷ کيلومترو مربعو ته رسيږي او له دې پلوه د نړۍ یو سل او شپاړلسم هېواد دی. د چک شمال ته پولند او جرمني، جنوب ته يي اتریش، ختیځ ته یې سلواکیا او لويديځ ته یې جرمني پروت دی. د چک جمهوريت نفوس ۱۰،۶ ميليونو تنو ته رسيږي چې په هر کيلو متر مربع ځمکه کې يې نږدې ۱۲۸ تنه ژوند کوي. ۷۳ سلنه اوسيدونکي يې ښاري ژوند لري او پاتې نور يې په کليوالي سيمو کې اوسيږي. په چک هېواد کې د نفوسو کلنۍ وده ۰،۱۱ سلنه ده او اوسيدونکي يې په منځني کچه ۷۸ کاله ژوند کوي. . د چک جمهوريت اوسيدونکي د مختلفو نژادونو اړوند دي. ۶۳ سلنه يې د سپين چکي نژاد، ۴ سلنه يې د موراوي، ۱،۴ سلنه يې د سلواکي، ۰،۴ سلنه يې د سيلزيايي او ۰،۳ سلنه نور يې بيا د رومي، مجاري پولنډي او نورو نژادونو درلودونکي دي. د دغه هېواد ۱۰ اوسيدونکي کاتوليک عيسويان، ۰،۸ سلنه پروتستانت، ۵۴ سلنه د نامعلوم مذهب پيروان او ۳۴ سلنه نور يې بې عقيدې دي

مخته ولاړ سي[سمول]

ليتوميسل

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د چک په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.