د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

ډامنیکا د جنوبي امریکا په شمال کې د کارابین او شمالي اتلس سمندر تر منځ د لویدیځو طول البلدونو د ۱۶ او ۱۷ او د شمالي عرض البلدونو د ۶۱ او ۶۲ درجو تر منځ موقعیت لري. دغه هېواد ۷۵۱ کيلو متره مربع پراخوالی لري چې له دې پلوه د نړۍ ۱۸۹ يم هېواد ګڼل کېږي. د ډامنيکا ټاپو د اوبو په منځ کې پروت دی او په وچه کې له بل هېواد سره پوله نه لري. انتیګوا، باربوډا، سنټ او نویس ډامنيکا ته نږدې پراته هېوادونه دي. ډامنيکا غرنی ټاپو دی او اورغورځووکی جوړښت لري. دغه هېواد څلور لنډ سیندونه لري چې د ډېرو اورښتونو له امله تل له اوبو ډک بهېږي. دا چې دغه هېواد له اوبو سره ډېر نږدې پروت دی، توده او مرطوبه سمندري هوا او ډېر اورښت لري.

نور ولولئ[سمول]

د ډامنيکا په تړاو تر ټولو جالبه او عجيبه خبره دا ده چې په دغه هېواد کې هېڅ دين يا مذهب رسميت نه لري. د دغه هېواد وګړي په انګليسي او فرانسوي ژبو خبرې کوي خو يوازې انګليسي پکې په رسميت پېژندل شوې ده. ليک يې لاتين دی. ډامنيکا لس اداري واحدونه لري؛ پورټ سموټ، سېنټ جوزيف، ماريکوټ، بريګوا، سالبوري او ماهوت يې لوی ښارونه دي. دغه هېواد د کامن وېلټ يا مشترک المنافع ډلې غړيتوب هم لري. لومړنی اساسي قانون يې په کال ۱۹۶۷ کې هغه وخت نافذ شو چې لا يې خپلواکي نه وه اخيستې؛ خو وروستنی اساسي قانون يې بيا د ۱۹۷۸ کال د نومبر په درېیمه نافذ شوی او تر دې مهاله څو څو ځله پرې بيا کتنه شوې ده.
سياست: د ډامنيکا ولسمشر د لومړي وزیر او اپوزېسیون د مشر په وړاندیز د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي. د ډامنيکا لومړی وزیر د ولسمشر او د کابینې وزیران بيا د دواړو په خوښه ټاکل کېږي. د ډامنيکا ولسي جرګه ۳۲ غړي لري چې ۲۱ يې د خلکو، نهه يې د جرګې له خوا په انتقالي توګه او دوه نور يې بيا د ولسي جرګې د پخوانيو مامورينو له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي. په ډامنيکا کې د رايې ورکولو لپاره قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی او رايه ورکول پکې د عمومي حق په توګه په رسميت پېژندل شوي دي.

خوب خوراک او څښاک[سمول]

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ډامنیکا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.