د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

ډبلين

ډبلين (آيريش: Baile Átha Cliath، "د هورډليډ ټاون" اوپه انګرېزي:Dublin) د ائيرلينډ هيواد پلازمېنه ده. دا ښار د ليفاي سيند په غاړه له ډبيلن باي سره نږدې له آيريش بحېرې سره پروت دى.

نور[سمول]

د سمندر له لارې يې اړيکه د کارک، بلفاسټ، انگلينډ، سکاټ لينډ او د فرانسې له بندرونو سره لري. په دې ښار کې د ريل گاډو پټلۍ هم شته، چې د ښار مهمې نقطې سره يو ځاى کوي.
د ښار پرمختګي وجه:

سيتاديس ميترو ډبلين

دا ښار د هېواد د صنعت او سوداگرۍ له کبله ستر نوم لري. په دې ښار کې شراب، برقي سامان الات، جرابې، د شيشو سامان الات، د خوړولو توکي، موټرونه او بېړۍ جوړېږي. د کرنيزو توکيو لاسته راوړونو کې هم ستر نوم لري. په ١٩٢٢ د ډبلن په ښار کې د انگلستان د وائسراى دفترونه و. ډبلن د پروټستانټ مذهب مرکز بلل کېږي. پروټستانټ د عيسوي دين يو ښاخ دى. د ډبلن په لرغوني ښار کې د ډبلن پوهنتون، بانک، ائيرلينډ گمرگ، محکمې او نور رغول شوي دي. په ډبلن کې د دود په ډول د نوموتو وگړو بتان جوړ شوي او په څلور لارو کې يې ځاى پر ځاى کړي دي. په دې ښار کې ډېر په زړه پورې پارک چې ١١ کيلو متره پراخ دى شتون لري. ژوبڼ او د جمهوري رياست تفريح ځاى هم په دې ښار کې دى. دا ښار د ښوونې له پلوه هم ډېر پرمختگ کړى دى، چې د ائيرليڼد ملي پوهنتون، کتابتون او لابراتور په کې شتون لري. په ٢٠٠٢ کال کې ددې ښار نفوس ۴٩٥١٠١ وو.

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د ډبلين په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.