د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د ژړي ولسوالۍ په يو کلي کي دوه هلوکان د غيږه لګولو په حال کې. انځور اخيستونکی کاناډايان

ژړۍ ولسوالۍ د کندهار ولايت يوه له سرسبزو ولسواليو څخه شمېرل کيږي دغه راز د څو کلنو راپدېخو د جګړو ډګر ګرځېدلی او سخته ځپل سوې وه، خو وس مهال زيات شمېر امنیتي ځواکونه دلته موجو دي. او ددي سره سره د ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ او يو شمېر نورو طالبانو د کورنیو غړي هم په دي ولسوالۍ کې ژوند کوي نو ځکه يي حالت وس مهال ښه او امنیتي دي

امنیت[سمول]

ځايي خلک د افغانستان په کندهار والايت کې د ژړي ولسوالۍ د مرکز د باندې د نڅا په حال کې په هغه وخت کې چې دولت د افغان ځواکونو لاس ته ورغي
یو ځوان هلک د متحده ایاالتو سرتیرو د کتلو په حال کي د کندهار په ولايت کي

هو دا ولسوالۍ بلکل په امن ده، خلګ يي ډير غم ځپلي دي. او اوسمهال په دي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په زرګونو طالبان مړه سوه، او اوسمهال يي خلګ ددولت تر سنګ ولاړ دي. او وسمهال پکښې په لسګونو مکتوبونه موجو دي. په ۲۰۱۴ کال کي په ژړۍ ولسوالۍ کې يو درنه جګړه د ١٧١ وسله والو په وژنه پاى ته ورسيده. د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې هغه درنه جګړه پاى ته ورسيدل کومه چې د کوچني اختر نه يوه ورځ مخکي پيل سوي وه. د پاسوال عبدالرازق په خبره چې د جګړي پر مهال ټول ١٧١ تنه وسله وال طالبان وژل سوي، ٧٣ تنه ټپيان، پنځه شپيته تنه ژوندي نيول سوي او ګڼ شمېر ټپيان يې هم نيولي دي. امنيه قومندان ويلي وو چې په دي تر سره سويو عملياتو کې اته پوليس او شپږ تنه د ملي اردو سرتېري وژل سوي وه، لس تنه پوليس او اووه تنه د ملي اردو سرتېري ټپيان سوي وه.
تګلاره: ددي ولسوالۍ تګلاره داده مه په موږ باندې کار لره نه درباندې کار .

تعلیم[سمول]

د ژړۍ ولسوالي سيمه ډېرې تعليمي ادارې لري. قاضي عبدالحلیم مسلم: ښاغلي مسلم د د ژړۍ د ګورګان سیمي اړوند د دوو ښوونځیو لپاره په شخصي لګښت دوي ودانی جوړوي چي د یوې ودانۍ کار یي بشپړ سوی او د دوهمي کارونه روان دي. دا مهال دواړی ښوونځی پرانیستل سوي او په دواړو ښوونځیو کي کابو پنځه سوه نجوني او هلکان زدکړي کوي چي ټول د بي وزلو کورنیو ماشومان دي.
(سرچينه: ارغنداب عبدالرحمن)

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د ژړۍ ولسوالۍ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.