کابل

Jump to navigation Jump to search

دا سيمه د افغانستان ختيځ لور ته پرته ده او د افغانستان د څلوردېرشو ولايتونو څخه يو ولايت گڼل کېږي. د کابل ولايت مرکز د کابل ښار په نامه يادېږي او همدا ښار د سمندر د سطحې نه ۱۸۰۰ متره په لوړه کې پروت دی او په همدې توگه دا يو د هغو پلازمېنو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه سطحه موقعيت لري. د ۱۳مې پېړۍ په پيل کې کابل په ټوله نړۍ کې د زده کړو ځای او د ښکلو ځايونو په کتار کې شمېرل کېده. خو د هماغه وخت نه راپدېخوا د بېلابېلو جگړو او تاريخي ناورينونو، او د باندنيو ځواکونو د يرغل وروسته کابل ړنگ شو. کابل د افغانستان يو گڼ هڅوبيز ښار دی چې د حکومت اداري مرکزيت هم همدلته دی.د کابل پېښلیک د فولکوري روایاتو له مخې اوسنی کابل زرگونه کاله وړاندې د اوبو ډنډوو، وروـــ ورو اوبو د ماهیپر په پرښوکې لاره وکړه او دا ډنډ له اوبو تش شو. د پخواني کابل ودانۍ د چکړیو په سیمه کې راپیل شوې او بیا د اوسني بالاحصار په لمنه کې د کابل کلی جوړشو، دې کلي وروـــ ورو تجارتي ارزښت پیداکړ او بیاددې تجارتي ارزښت له امله دې سیمې اهمیت وموند او د ساتنې لپاره یې کابل بالاحصارجوړشو. د کابل ترتجارتي ارزښت موندلو وروسته په دې لاره د ورېښمو تاریخي لار هندوستان ته تېره شوه او بیا کابل د کابل شاهانو پایتخت شو. کابل شاهانو د ښار ساتنې لپاره د اسمايي او شېر دروازې په غرونو دېوالونه جوړکړل او کابل ته یې د یوې کلکې کلا بڼه ورکړه. عربو چې اسلام د خورولو لپاره افغانستان ته لښکرکشي وکړه، تر ماتو او بریو وروسته د کابل دروازو ته هم راورسېدل؛ کابل شاهانو درنې جگړې ورسره وکړې؛ خو په پای کې بریالي شول. د اسلام سپېڅلی دین دلته راغی؛ خو د لښکر قایدین لکه تمیم صاحب، جابرانصار صاحب، شاه دوشمېشره او نور دلته شهیدان شول او ځايي مبلغینو نه یوازې دا چې د هغې وخت په افغانستان کې د اسلام سپېڅلی دین خورکړ، بلکې د اسلام نور او رڼایې د تور هندوستان لتو ته هم ورسوله. په نهمه ، لسمه او یوولسمه هجري پېړۍ کې چې مغولو پر افغانستان ، هند او سیمه واکمني کوله، د کابل زاړه اثار یې ترمیم او نوې ودانۍ یې پکې وکړې؛ خصوصاً د هندي مغولومخکښ ظهرالدین بابر په کابل ښار کې ښې ودانۍ وکړې؛ بیا کله چې د دولسمې هجري پېړۍ په پای کې تېمورشاه دراني د افغانستان پایتخت له کندهار نه کابل ته راولېږداوه، دلته یې ښار ته نوې نقشه جوړه کړه، د کابل د غرونو دېوالونه او بالاحصار یو ځل بیا ترمیم شول او په کابل کې د نویو کوڅو د جوړولو پلان پلی شو. دا کوڅې وروـــ ورو ورپسې زیاتې شوې، چې ځینې قومونو او خېلونو په نامه شوې او ځینې نورې یې د کسبگرو او کاریگرو په نامه شوې او ځینې یې بیا دوخت د مشهورو کسانو او تاریخي کسانو سره وتړل شوې او ځانگړي نومونه پرې کېښودل شول. همداشان په کابل کې گڼ باغونه وو، چې د خاندانو په نامه یې یادېدل او یايي تاریخي نومونه درلودل. په زاړه کابل کې د علم گنج باغ، د مستوفي باغ، د سلطانجان باغ، چهارباغ، د علیمردانخان باغ او نور باغونه موجود وو. همدا راز یوه تېلي کوڅه وه چې له شړشمو، زغرو او نورو څخه به تېل پکې اېستل کېدل او گڼې گاڼۍ پکې وې. دا کوڅه د اوسني میوند واټ په لومړۍ برخه کې وه، د کلالۍ کوڅه په زاړه ښار کې وه او بیا په دهمزنگ کې دې کار وده وکړه. د تنور جوړولو کوڅه د زاړه ښار یوه بله کوڅه وه؛ اهنگران له بالاحصار سره جوخته یوه کوڅه وه، چې وسلې پکې جوړېدلې؛ د مسگرانو په کوڅه کې مسي لوښي جوړېدل؛ د سراجۍ په بازارکې چرمي څېزونه او پایزارونه جوړېدل؛ په سنگتراشۍ کې تېږي توږل کېدلې، د شانه سازۍ په کوڅه کې ږمنځې جوړېدلې؛ د چړو جوړولو، صندوق جوړولو، بنگړیو جوړولو، د پوستین گنډلو، ښیښې جوړولو او نورو مصنوعاتو بېلابېلې کوڅې وې او په دې توگه کابل ترډېره حده خود کفا او په خپلو پښو ولاړ وو او د خلکو د اړتیا وړ شیان همدلته جوړېدل. د کابل ښار ځینې نورې کوڅې وخت پر وخت د اشخاصو او قومونو په نامه جوړې شوې، لکه د ریکاخانې کوڅه، چې د ریکا د قوم لپاره نادر افشار جوړه کړې وه؛ یا د اندرابیوکوڅه چې له اندراب څخه راغلو کسانو ته جوړه شوې وه؛ د باغ علیمردان کوڅه چې شاه جهان پر وخت علیمردانخان جوړه کړې وه؛ د اڅکزو کوڅه چې د تېمورشاه پروخت جوړه شوې وه؛ همداسې د قاضي فیض الله کوڅه؛ د دېوانبېگي کوڅه؛ د هندوانوکوڅه؛ د عليرضاخان کوڅه او نورې کوڅې. په دې ترتیب کابل ښار په خپل زاړه تشکیل کې گڼې کوڅې، تاریخي ځایونه او باغونه درلودل، چې وخت پر وخت د ښار په تعمیراتي بدلونونو کې له منځه لاړل او خصوصاً چارچته او کوټوالۍ گنبځه؛ د میوند واټ او نادر پښتون واټ او پښتونستان واټ په جوړېدو له منځه ولاړې او اوس هم ځینو کوڅو او تاریخي ودانیو نښې شته، باید وساتلې شي او د تاریخي ابداتو د ادارې له خوا ترمیم او تاریخي حیثیت یې خوندي شي .