کندز ښار

کندز ولایت د افغانستان شمال لورته موقعیت لری او شمال سرحد یی د آمو سیند تشکیلوی . کندز ښار هغه ښار دی چی د اوس محال واکمنی کی ( د اشرف غنی احمد زی واکمنی کی )څو ځلی یی سقوط کړی تر اویا کالو د مخه د کندز ولایت دومره نفوس نه درلود اوسیدونکی یی ډیر لږ او د کرنی فعالیت پکی ډیر کم وو. د کندز ښار پدی وروستیو کی پرمختیا وکړه . خان آباد ښار ددی ساحی مرکز تشکیلاوه ، قلعه ذال او امام صاحب تاریخی لرغونتوب لری . او د آی خانم ښار چی د کوکچی د سیند په خوله او د ارچی دښتی ته نژدی پروت دی د ګریګو باختری مدنیت ته یی پدی خاوره کی پر اختیا ورکړی ده . کندز ولایت د ۷۸۲۷ کیلومترو مربع مساحت په لرلو دا لاندی ولسوالی او علاقداری لری . ۱ : د کندز ښار دولایت مرکز ۲: حضرت امام صاحب ولسوالی ۳: قلعه ذال ولسوالی ۴: چاردری ( چهار دری ) ولسوالی ۵ : علی آباد علاقه داری ۶ : خان آباد ولسوالی ۷: ارچی ولسوالی او د اشرف غنی واکمنی کی دری نوری ولسوالی هم زیاتی شوی چی یوه هم ګل تپه ولسوالی ده . د کندز ولایت زنی مشهور کلی لکه د وزیری کلی په ګل تپه کی ، چرم ګری ، سه صد فامیلی ، زرخرید ، چهل دختران ، او داسی نور دی په کندز ولایت کی څو دانی مشهور هوټلونه شته چی یو یی د پامیر هوټل په نامه یادیږی چی د خان آباد بندر خواته موقعیت لری . او نور هوټلونه لکه د سپین زر هوټل ، پنج ستاره هوټل او پیوند قلب ها او داسی نور .