د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د کندهار نقشه

کندهار ولسوالۍ يا د کندهار ښاري سیمه د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ او ښاري سيمه ده. دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ په ميلمه پالنه کې د افغانستان تر هيڅ ځای کم نه دي. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.

ننوتل[سمول]

کندهار ولسوالۍ ته د ننوتلو په په وخت ډيري مهمي پوستې د امنیتي ځواکونو ځايونه راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، وس مهال سم جوړ نه دي.
د بس پوسیله: په دي ولسوالۍ کي بس شتون لري ځکه چې د ولایت مقام په همدې سیمه کې دي.

د لیدو وړ ځایونه[سمول]

کندهار ولسوالۍ ته هره هفته په زرګونو خلګ د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلي اوبو سره سره نور ډير سه وويني.
تاريخ: د کندهار ښار په همدغه ولسوالۍ کي موجود دي، همدارنګه ډېرې تاریخی سيمي په دي ولسوالۍ کې شتون لري.
څه باید وکړو

د کندهار ولسوالي خلګ د افغانستان د نورو قومونو د ملي اردو يا د افغانستان د نوي پوځ سره د روغبړ په حال کي

که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.
تعلیم د دي ولسوالۍ د سفر لپاره د تعليم ضرورت سته. ولي چي دا ولسوالۍ د کندهار مرکز تر ځان لاندې لري، او خلګ يي وس مهال ډير تعليم يافته دي.
پیسۍ د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول د کندهار په هره سيمه کي ډير دوکانونه نسته خو کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي.
خوراک د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی.
جیب خرڅ په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.
خوب د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د ارغنداب په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکریز دښتو ته ورواوښتلاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.

ارتباطات[سمول]

په کندهار ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي اینټرنټ په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.

امنیتی کچه[سمول]

دا ولسوالۍ په ٢٠٠١ کي د طالبانو د مرکز په توګه کاريده، ولي چي ملا محمد عمر شاوخوا په همدي سيمو کې پيداسوي وو، نو ځکه يي در بل هرځای په کندهار کې ډېر پلويان درلودل. خو اوسمهال يي امنیت ډير ښه او برابر دي، ځکه چي وس د کندهار امنیه قوماندان جنرال نياز محمد مجاهد د خان محمد مجاهد ورور دي، او داځکه چې هغه خپله هم د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د کندهار ولسوالۍ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.