د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د کولمبيا رسمي نوم د کولمبیا جمهوریت دی. دغه هېواد د منځنۍ امریکا په شمال لویدیځه او د کارابین سمندرګي په ختیځه څنډه کې موقعیت لري.

نور ولولئ[سمول]

پراخوالی یې ۴۳۸۰۴۲ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۶م لوی هېواد ګڼل کېږي. د کولمبيا شمال او شمال ختیځ ته وينزویلا او کارابین سمندرګی، جنوب ته یې اېکوادور، پیرو او برازیل، ختیځ ته یې هم برازیل او لويديځ ته یې پانامه او کارابین سمندرګی موقعيت لري.

خوب خوراک او څښاک[سمول]

کولمبیا د استوا کرښې ته د نږدېوالي، استوایي بادونو، له اوبو سره د ګاونډیتوب او غرونو د لرلو له کبله څو ډوله هوا لري. د دغه هېواد ۸۶ سلنه خاوره توده استوایي هوا او ډېر اورښت لري. ویل کېږي چې د کولمبیا په ختیځو سیمو کې نږدې هره ورځ باران کېږي. د کولمبیا د منځنیو سیمو ۸ سلنه خاوره چې ۴۰ سلنه وګړي يې پکې اوسي، ښه او په زړه پورې هوا لري. د کولمبیا پاتې شپږ سلنه لوړې غرنۍ سیمې سړه هوا لري او تل واورې پکې اوري. د دغه هېواد پلازمېنه د بوګوتا ښار دی. د وګړو شمېر يې ۵۰ ميليونو ته رسېږي، په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۴۲ تنه ژوند کوي، د ټولو وګړو ۷۷ سلنه برخه يې ښار مېشتي او پاتې ۲۳ سلنه يې بيا د کليو او بانډو اوسېدونکي دي او د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۵ کاله ده.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د کولمبیا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.