د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د کونړ يو هوايي انځور

کونړ ولايت د افغانستان د ٣۴ ولایتونو څخه دی، چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري، د شمالي عرض البلد ۳۵ درجې ۰۰ دقیقې او ۰۰ ثانيې کرښه کې پروت دی، شمال ته يې ختیځ نورستان، سوېل ته يې ننګرهار ولایت، لوېديځ ته يې لغمان ولایت، شرق ته يې ډېورنډ کرښه ده، چې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي. کونړ د (لرغونى او اوسنی کونړ) کتاب پر بنسټ یوه نورستانۍ کلیمه ده، چې معنا يې د ښون يا زيتون دره ده.

کولتور[سمول]

افغان نارینه د کونړ د غرونو په سيمو کې له ميوو او خوراکونو د خوړلو په حال کي

په کونړ کې د فرهنګي هڅو پیل د رسا ادبي او فرهنګي ټولنې له خوا د طالبانو واکمنۍ پر مهال په غیر رسمي توګه سوی دى، چې یادې ټولنې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په مرکز اسعداباد کې په رسمي توګه فعالیت پیل کړ، چې د کونړ ولایت د ټولو سیمو شاعران، لیکوالان، فرهنګیان او د ادب مینوال په کښې راټول سول، ورپسې ادبي او کولتوري ټولنه، اخلاص ادبي او فرهنګي ټولنه، د لوستو ځوانانو ټولنه، د ځوانانو اصلاحي ټولنه، شپول ادبي ټولنه او يو شمېر نورې، چې دا مهال په کونړ کې ۱۸ ادبي او فرهنګي ټولنې په مرکز او ولسوالیو کې فعالیت کوي، چې هره یوه يې د ځوانانو د پرمختګ او د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي، په کونړ کې د کونړ سیند په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې پيل سوې دي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي.

مشاهیر[سمول]

د کونړ ولايت تر اوسه مهم اجتماعي او هر اړخيز عملي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او د علم، هنر او ادب له پلوه يې هېواد ته ډېر کادرونه وړاندې کړي دي، چې يو شمېر يې په دې يادوو، علامه سيد جمال الدين افغان، سید شمس الدین مجروح، سید بهاوالدین مجروح، کشمیر خان، میرزمان خان، پروفیسر رسول امین، وکیل عبدالخالق اخلاص، سلطان محمدخان، ملک محمدزرین، وحیدالله سباوون، شېخ جمیل الرحمن، مولوي نورجلال، سیدمحمود پاچا، مستوره شال، وکیل محمدهاشم، محکم خان، وکیل غلام محمد، جلاله خان، شاه محمود میاخېل، پوهان رازقي نړېوال، ګل نبي ساپی، شمس الهدا شمس، مولوي محمدهاشم منیب، مولوي شهزاده شاهد، حاجي سخي مشواڼی، صالح محمد صالح، رفیع الله حیدري، محمد امین، ګلهار جلال، وږمه ساپۍ، شجاع الملک جلاله، محمدروزي، داود جنبش، وکیل صدیق، فرید ماموندزی، جنرال سردار باجوړی، عبدالکبیر ستوری، عبدالله غمخور، عبدالرشید جلیلي، صاحب حق، عبدالهادي خلیلزی، میراعظم ګجروال، جانداد، صاحب الرحمن او مفتاح الدین ساپی.

پوهنه[سمول]

د کونړ ماشومان تر دولتي عملیاتو وروسته

په کونړ کې دا مهال ۴۷۱ بابه ښوونځي دي، چې ۲۳۹ يې لومړني دي، چې نهه يې د هلکانو، ۴۲ يې د نجونو او ۱۸۸ يې ګډ دي. ۱۰۷ يې منځني ښوونځي دي، چې ۳۲ يې د هلکانو، ۳۱ د نجونو او ۴۴ يې ګډ دي. ۷۸ لیسې دي، چې ۲۳ يې د نجونو دي او ۱۳ يې ګډې دي، چې په دې ټولو ښوونځیو کې ۱۵۹۷۰۷ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۶۵۷۲۹ يې نجونې دي او ۳۸۲۵ ښوونکي لري، چې ۱۸۰ يې ښځینه دي. اته تخنیکي او مسلکي لیسې لري، چې ۷۸۵ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. ۳۳ دیني مدرسې لري، چې ۸۹۸۴ طالب العلمانو ته په کې د ۲۴۰ مدرسینو له خوا زده کړې ورکول کيږي. د نالوستو لپاره د لیک لوست ۱۴۶۱ کورسونه لري، چې ۳۴۸۰۰ د بېلابیل عمر کسان په کې د لیک لوست زده کړې کوي، چې ۲۰۰۹۵ يې ښځینه دي. درې خصوصي لیسې لري، چې ۴۷۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي، یو عالي دارالمعلمین دى او پنځه حمایوي څانګې لري، چې ټول ۱۰۲۰۹ زده کوونکي لري، چې ۹۵ يې نجونې دي، ۶۵ یې ښوونکي دي. د کونړ پوهنتون، چې د سیدجمال الدین افغان په نامه یادیږي، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې تاسیس سوی ، څلور پوهنځي (شرعیات، کرنه او مالداري، کمپیوټرساینس او ښوونه روزنه) لري، دا پوهنتون ۱۲۲۵ محصلین لري، چې اووه يې نجونې دي، ۵۸ استادان لري او لومړۍ دوره فارغین يې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ورکړل، له دې پوهنتون څخه تر اوسه پورې د ماسټرۍ او یا هم د د کتورا لپاره استادان کومو بهرنیو هېوادونو ته نه دي لېږل سوي.

نور[سمول]

په کونړ کې لاسي توکي ډېر نه جوړیږي، کلونه وړاندې د ډېرو کمو خلکو له خوا د ګډو له وړيو څخه لېمڅي جوړیدل او د اوزو له وزغنو څخه ټغرونه جوړیدل، چې اوس دغه رواج هم له منځه تللی، یواځني لاسی توکي، چې اوس په کونړ کې جوړیږي، هغه د اهنګرانو لاسي توکي لکه چاقو، لور، تبرګی او په دې ډول کې نور.
ورزش: ورزش له ډېر پخوا راهيسې په کونړ کې دود دی، خو نړیوالو او عصري ورزشونو د پخوانیو هغو مخه تر ډېره حده نیولې ده، پخوا په کونړ کې خوسى، تيږه اچول، توپ ډنډه، خرګۍ، ډمې کول، والیبال، فوټبال او لامبو وهل وو، چې اوس هم کلیوالو سیمو کې کیږي، خو په دې وروستیو کې کرکټ ډېر پرمختګ کړی، چې د نورو ورزشونو په پرتله ډېر مینوال لري او حکومت هم ورته ډېره پاملرنه کوي. په کونړ کې درې د تېکواندو، درې د اندامونو ښکلا او یو د سوکوهنې کلب سته دي.
اړتیاوې: ۱- د کونړ په لوی سیند د سره طاق په سیمه کې د برېښنا بند جوړېدل، چې ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولى سي، د کونړ سیند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو جوړیدل، په مرکز اسعداباد کې د کرکټ اساسي لوبغالي جوړیدل، د کونړ ناواپاس لار چې له پاکستان سره د قیر سړک په وسیله سره نښلول سوې، ترانزیټ کیدل او د سالارباغ د نجارۍ فابریکې بېرته

دا ليکنه د کونړ ولايت په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.