د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول


ګردېز د افغانستان د پکتيا ولايت پلازمېنه ده، چې د ۱۲۲ كيلومترو په فاصله كې د کابل ښار سويل لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى.

د گردېز نوم[سمول]

د گردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (گر) او دويمه برخه يې (دېز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند عبدالشکور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (گېر) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (گېر) نه په (گر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده.

نور[سمول]

د بېلگې په توگه په كهرد كې يو كوتل د (گردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (گرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (گر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترگو كېږي. د بېلگې په توگه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنگانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى. د گردېز د نوم دويمه برخه يانې (دېز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ګردېز په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.