سپېره ولسوالۍ

سپېره ولسوالۍ د خوست ولايت يوه ولسوالۍ ده دغه ولسوالۍ د خوست ښار سوېل لوېديځ ته په ۵۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې د پکتيکا ولايت له درېيو ولسواليو نکه، زېړوک او ګيان سره ګډه پوله لري او دا هم د پاکستان له جنوبي وزيرستان سره پر پوله پرته ده.