د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د هرات د يوي سيمي انځور

هرات د افغانستان یو له لویو ولایتونو څخه دی، چې د ښکلو او په زړه پورې تاریخي ماڼيو او منارو له امله زيات شهرت لري. دغه ولایت ۱۶ اداري واحدونه لري، چې یو مرکز او پنځلس ولسوالۍ دي.هرات ښار د چارو د کنټرول او اوسېدونکو ته يې د ستونزو د حل او لاسرسي په موخه ١٢ ناحيې لري.                                   

ننوتل[سمول]

د الوتکۍ پوسیله[سمول]

  • د کابل څخه هرات ته
  • د کندهار څخه هرات ته
  • د مزارشريف څخه هرات ته

د موټر پوسیله[سمول]

د کندهار هرات لاره هرات د کابل سره وسلوي

د بس پوسیله[سمول]

تاریخی سیمی[سمول]

د لیدو وړ ځایونه[سمول]

د هرات ولایت د شينډنډ ولسوالۍ په سيمه کې د اوبو يو بند

شينډنډ ولسوالید هرات ولايت يوه ولسوالۍ ده. دا ولسوالي د هرات له لومړۍ درجې ولسوالیو څخه ده، چې د شینډنډ د پوځي مرکز او نظامي هوايي ډګر له امله چې په دې ولسوالۍ کې موقعیت لري، ډېره مشهوره ده. خلک يې ډېری په کرنیزو چارو اخته دي. د دې ولسوالۍ شمال ته د ادرسکن، سوېل ته د ایران هېواد، ختیځ ته یې د فراه ولایت، او لوېدیځ ته یې د غوریان ولسوالۍ پرته ده.

د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د کليوالو ماشومانو انځور

ګذره ولسوالۍ د هرات ولايت يوه ولسوالۍ ده. ګذره د هرات ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده، چې شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې پرته ده ، چې د هرات د دروازې په نوم هم یادېږي. په دې ولسوالۍ کې د هرات ملکي هوایي ډګر او صنعتي ښار ګوټي هم موقعیت لري.

تعلیم[سمول]

د هرات پوهنتون

د هرات پوهنتون چې د هرات ولايت په پلازمېنه او د افغانستان په لويديځ زون كې شتون لري او په ۱۹۸۸ ز كال ېې بنسټ ايښودل سوی. په دغه پوهنتون کې اوسمهال د ۳۰۰۰ په شاوخواکې د محصلينو اټکل سوی، چي ۹۰۰ يې ښځينه محصيلينې دي . د هرات پوهنتون د ۱۲ پوهنځيو څخه جوړ سوی چې په لاندې ډول دي. د هرات پوهنتون د پښتو څانګې د محصلینو شمېر مخ په زیاتیدو دی. اوس ۲۰۰ تنه چې نیمایي یې نجونې دي په هرات کې د پښتو ادبیاتو په زدکړو بوخت دي. او دا څانګه ۶ کاله مخکې پرانیستل سوه. خو دا څانګه ډير ژر وتوانیده چي ځان وغوړوي. همدارنګه د هرات پوهنتون چارواکي خبرداری ورکوي، وروسته له‌دې به پرته له حجابه محصلو نجونو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي. په هرات کې پوهنتون کې دا ګام  وروسته له هغه اخیستل کیږی،  چې په دې وروستیو کې له یاد پوهنتون څخه د حجاب د نه مراعتولو په اړه شکایتونه راپورته سول. یو شمیر محصلین بیا پر دغه اقدام نیوکې کوي او وايي، چې د پوهنتون چارواکي  باید د فرعي موضوعاتو  پرځای پر اصلي مسایلو تمرکز وکړي. د هرات پوهنتون چارواکي  وايي، چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې پوهنتونونه د فکري او اخلاقي بدلون، د نویو انساني، علمي او تاریخي ارزښتونو د وړاندې کولو ځایونه دي، خو دا تحول باید د اسلامي ارزښتونو پربنسټ ولاړ وي.

مخته ولاړ سي[سمول]

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د هرات په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.