ځاځي ميدان ولسوالۍ

ځاځي ميدان ولسوالۍ د خوست ولايت يوه ولسوالي ده چي د خوست ښار شمال ختيځ ته په ۴۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې د پاکستان له کورمې ايجنسۍ سره ۸۱ کيلومتره اوږده پوله لري. خلک يې له دولت سره همکار دي او د خوست تر ټولو باامنه سيمه ياديږي. د دې ولسوالۍ غرونه په زياته اندازه کرومايټ ډبرې هم لري.